1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د سوریې په ناسته کې د ګډون په موخه تهران ته ځي

۱۴۰۱ تیر ۲۱, سه‌شنبه

کریملن د سه شنبې په ورځ اعلان کړی دی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سوريې په ناسته کې د ګډون په موخه د جولای میاشتې پر نولسمه نیټه، تهران ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/4E1mj
Bildkombo | Putin | Raisi | Erdogan
انځور: Mikhail Metzel/SPUTNIK/Atta Kenare/Gabriel Bouys/AFP/Getty Images

کرملین ویلي دي چې د ایران جمهور رییس ابراهیم رئیسي، د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان، هم په دې ناسته کې ګډون کوي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف، ویلي دي: «تهران ته د ولسمشر پوتین سفر د جولای میاشتې د ۱۹مې نیټې له پاره پلان شوی دی.»
هغه زیاته کړه چې د روسیې، ترکیې او ایران هیوادونو مشران به د سوريې د سولې په اړه سره خپل نظرونه شریک کړي.
د دغو درو هیوادونو مشرانو په تیرو کلونو کې هم سره د سوریې د جګړې د پاي په خاطر د «استانې د سولې بهیر» تر عنوان لاندې ناستې او خبرې اترې کړې وې.
تهران ته ولسمشر پوتین سفر به، پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته د هغه دویم بهرنۍ سفر وي. تر دې مخکې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جون میاشتې په وروستیو ورځ کې تاجیکستان ته سفر کړی وو.
د کرملین په خبره، په پلان کې ده چې پوتین به په دې سفر کې له رجب طیب اردوغان سره دوه په دوه کنتنه هم وکړي. په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.