1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغان پناه غوښتونکو په شمیر کې د زیاتوالي اټکل کوي

۱۴۰۰ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د مخ پر ډیریدونکي تاوتریخوالي په پام کې نیولو سره، له دغه هیواد څخه د مهاجرو په راتګ کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3ysJh
Niels Annen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د طالبانو بریدونو ته په کتلو سره د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر نیلز آنن، له دې سیمې څخه اروپا او آلمان ته د پناه غوښتونکو د راتګ په شمیر کې د زیاتوالي اټکل کوي.

آنن د پنجشنبې په ورځ د فونکه رسنیزې ډلې ورځپاڼې ته وویل: «دا به ډیره سادګي وي چې باور وکړای شي چې د طالبانو پرمختګ او په جګړه ایزو سیمو کې تاوتریخوالی ډيریدل دې د مهاجرت د زياتېدو عواقب له ځان سره ونه لري.»

 

نوموړي آلماني سیاستوال زیاته کړه چې دغه وضعیت به د دې سبب شي چې د پخوا په پرتله لا زیات انسانان تيښتې ته اړ شي «د دې اغیزې به مونږ په آلمان کې هم احساس کړو، حتی په راتلونکو اونیو کې.»

آنن زیاتوي چې آلمان د افغانانو له پاره «یو په زړه پوری هدف او منزل» دی او دا په دې پورې هم اړه لري چې د افغانانو یوه لویه ټولنه لا پخوا په آلمان کې ژوند کوي.

نوموړي واضحه کړه چې تر ټولو په لومړي قدم کې په سلګونو زره افغانان پلازمېنې کابل او ګاونډي هیوادونو ایران او پاکستان ته مهاجر کیږي.

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال ټینګار وکړ«په دې وخت کې باید نړیواله ټولنه مرسته وکړي، څو هم هلته په سیمه یعنې ګاونډیو هیوادونو او د افغانستان په امنو منطقو کې په ښه توګه دوی ته امکانات برابر شي.»

طالبانو اوسمهال ډېرې سيمې نيولي دي او په يو شمير سيمو کې جګړه روانه ده. په افغانستان کې مخ پر ډیریدونکي ډول تاوتریخوالي ته په کتلو سره د آلمان حکومت د چهار شنبې په ورځ د رد شويو افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ په موقتي توګه درولې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص