1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزماروپا

د ويانا د بريد مسووليت داعش پر غاړه اخيستی

۱۳۹۹ آبان ۱۴, چهارشنبه

له داعش سره تړلو رسنیو د ویانا په مرکز کې د بریدونو عامل د خلافت یو سرتیری ښوولی دی. ۲۰ کلن بریدکوونکی چې د پولیسو له خوا وژل سوی، د رادیکالیزم په تور بندی سو وو، خو په دا وروستیو کې مخکې له وخته آزاد کړای سوی وو.

https://p.dw.com/p/3kqYM
Österreich Wien nach dem Terroranschlag
انځور: Matthias Schrader/AP Photo/picture alliance

د «اسلامي دولت» په نامه ډلي یا داعش د یوې اعلاميې په خپرولو سره په ویانا کې د دوشنبې د برید مسوولیت پر غاړه واخیست. داعش ته نژدې د تلیګرام له يوه حساب څخه د خلافت یو سرتیری د دغو بریدونو عامل ښوول سوی چې د چړې او وسلې په مرسته یې دغه برید ترسره کړی.

د «اعماق» ویبپاڼي هم چې د داعش له پیژندل سوو ارګانونو څخه شمیرل کیږي، د بریدکوونکي عکس خپور کړی دی.

د اتریش امنیتي ځواکونو او پولیسو په ویانا کي تر برید وروسته، پراخ عملیات پیل کړي. شاوخوا، ۱۵ کورونه تلاشي سوي او ډیری کسان نیول سوي دي.

د اتریش پولیسو د همدې برید په تړاو، د لینس په ښار کې یو پیژندل سوی اسلامپاله نیولی دی. د سنت پولتن په ښار کې هم دوه تنه شکمن کسان د هغوی د کورونو د تلاشۍ پر وخت نیول سوي. په پام کې ده چې نور کورونه به هم تلاشي سي.

د سویس د وینتر تور په ښار کې هم خاصو ځواکونو دوه ځوانان چې عمرونه یې ۱۸ او ۲۴ دي، د برید له عامل او دوو یادو تورنو کسانو سره د اړیکو د لرلو په تور نیولي دي.

د ویانا له برید سره د دغو دوو کسانو د اړیکو په اړه پلټني ادامه لري. د زوریخ د امنیت اداره وایي چې د کانتون د پولیسو په لاس کې لازم معلومات سته چي د ویانا له برید سره ددغو شکمنو کسانو د هر ډول اړیکو منبع پیدا کړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر هم مخکې ویلی ول چې بریدکوونکی د «اسلامی دولت» پلوی دی.

په ویانا کي د دوشنبې په ماښام بریدونو کي څلور تنه ووژل سول او ۲۲ تنه نور بیا زخمیان سول چې د ځینو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ښوول سوی. دغه بریدونه د ښار د مرکزي کنیسا مخی ته په شپږو ځایونو کې رامنځته سول.

بریدکوونکی چې ۲۰ کلن ځوان وو او د اتريش او مقدونيې تابیعت یې درلود، د پولیسو له خوا په ډزو ووژل سو. هغه چې د افراطیت سابقه هم درلوده، څو میاشتي مخکې، د محکوم کیدو د دورې له پای ته د رسیدو مخکې آزاد سوی وو.