1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دښځو له حقونو سرغړونه:طالبان دهاگ محکمې له گواښ سره مخامخ دي

۱۴۰۳ مهر ۵, پنجشنبه

د څو هیوادونو چارواکو ویلي دي چي د طالبانو اداره، د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې له امله د څو هیوادونو له خوا له یوه حقوقي اقدام سره مخامخ ده او دغه موضع کیدای سي د عدالت نړیوالی محکمې ته راجع سي.

https://p.dw.com/p/4l6lU
د مېرمنو د حقونو لپاره په کابل کې په ۲۰۲۲ کال احتجاج
په کابل کې د ښځينه و د اجتجاج يو آرشيف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP

آسترالیا، کانادا، آلمان او هالند په نیویارک کي اعلان کړی دی چي د طالبانو د ادارې په وړاندي یې «قانوني منځگړیتوب» پیل کړی دی چي کیدای سي په هاگ کي نړیوالې محکمې ته راجع سي.

څه د پاسه ۲۰ هیوادونو په نیویارک کي د یوې وینا په صادرولو سره د طالبانو د ادارې له خوا د ښځو پر وړاندي د تبعیض د منع له کنوانسیون څخه د «څرگندې، سیستماتیکي او دوامدره سرغړونې» له امله د څلورو هیوادونو د قانوني اقدام ملاتړ وکړ.

د آسترالیا د بهرنو چارو وزیر پنی وانگ، په نیویارک کي دملگرو ملتونو  د عمومي اسامبلۍ په څنډه کي خبریالانو ته وویل: «طالبانو  بشري حقونو او د ښځو او نجونو اساسي آزادیو ته خپل تحقیر ښودلی دی.« هغه زیاته کړه: «دغه ډله په دوامداره او سیستماتیک ظلم مصروفه ده.»

وونگ، د آلمان په مشرتوب دغه حقوقي فشار «بې ساری» وباله. هغه وویل چي دغه څلور هیوادونه په پام کي لري چي دا دلیل راوړي چي افغانستان د ښځو پر وړاندي د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په نوم کنوانسیون د ملگرو ملتونو سازمان له معاهدې څخه سرغړونه کوي. دا په داسي حال کي ده چي افغانستان په خپله دغه کنوانسیون منلی دی. وانگ له افغانستانه وغوښتل تر څو په هغو بحثونو کي برخه واخلي چي په دغه کنوانسیون کي وړاندیز سوي دي.

آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا پسې سختیږي؟

طالب چارواکو د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کيپه افغاستان  کي واک ته د بیرته رسیدو راهیسي او د امرکا متحده ایالاتو په مشرتوب د ځواکونو تر وتلو وروسته له اسلامي قوانینو څخه په تعبیر ډیر سخت اسلامي مقررات پلي کړي دي.

له هغه وخته راهیسي تر نن ورځي پوري ښځو او نجونو تر ټولو زیات محدودیتونه زغملي دي. لکه له شپږم ټولگي پورته او په پوهنتونونو کي پر زده کړو بندیز، عمومي پارکونو ته د تگ بندیز او یا هم په عام محضر کي ږغ پورته کول چي د ملگرو ملتونو سازمان یې«جنسیتي آپارتاید» بولي.

وونگ وویل:«موږ پوهیږو چي افغان ښځي او نجوني په هغو مقرراتو چي د طالبانو له خوا ټاکل سوي، په عمل کي له عمومي ژوندانه څخه حذف سوي دي.»

د بشري حقونو د څار سازمان د دغه اقدام د ملاتړ غوښتونکی سو

په دې ترڅ کي د بشري حقونو سازمان له نورو هیوادونو څخه غوښتي دي چي د دغه بهیر ملاتړ وکړي.

په هغه وینا کي چي د دغه سازمان له خوا خپره سوې راغلي دي: »د آلمان، کاناډا، آسترالیا او هالنډ اعلامیه ښايي د جرمونو په نړیواله محکمه کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د عدالت له پاره د یوې لارې پیل وي. ایا دا ضروري ده چې نور هیوادونه د دې نوښت ملاتړ

د امریکا مشهوره ستورې مریل ستریپ،  د دوشنبې په ورځ د افغان ښځو په وړاندي د محدودیتونو د پای ته رسیدو غوښتونکې سوه. هغې په نیویارک کي وویل: «نن ورځ په افغانستان کي د یوې نجلۍ په پرتله  یو سنجاب ډیر حقونه لري، ځکه چي عمومي پارکونه د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر مخ تړل سوي دي.»

طالبان: دغه تور بې بڼسټه دی

خو د طالبانو چارواکو ویلي دي چي د دغو هیوادونو لخوا تور سم نه دی. د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کي ولیکل: «اسلامي امارت د ځینو هیوادونو او طرفونو له خوا  له بشري حقونو څخه په سرغړونه او جنسیتي تبعیض تورن سوی چي دا یو بې ځایه تور دی.»

فطرت، ویلي دي چي په افغانستان کي بشري حقونه ساتل سوي او له هیچا سره توپیري چلند نه کیږي:« متأسفانه هلي ځلي رواني دي چي د یو څو تښتیدلو ښځو د څرگندونو له مخې د افغانستان په هکله پروپاگنډ وسي او وضعیت بل ډول وښودل سي.»

د جرمونو د نړیوالې محکمې قضاوتونه په قانوني توګه پابند دي، خو دا محکمه د پلي کولو میکانیزم نه لري.

د اروپا پارلمان پریکړه لیک به د افغان ښځو پر حالت اغیز ولري؟

GP/NZ/Sirat