1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

په پاريس کې يو انځور په ۱۳ ميليونه يورو وپلورل شو

۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعه

د هالنډي هندرمند فان ګوخ يو انځور په لوړه بيه وپلورل شو. دغه تابلو په پاريس کې ليلامۍ ته پرته وه، يعنې په هغه ښار کې چې پکې رسم شوې هم وه.

https://p.dw.com/p/3rD5k
Vincent Van Gogh Gemälde Scène de rue à Montmartre
انځور: Christophe Ena/AP/picture alliance

د دغه انځور بيه د سوتبيس په نوم د ليلامۍ د يوې خونې له خوا پنځه تر اته ميليونه يورو پورې اټکل شوې وه، خو هغه اوس په څه باندې ۱۳ ميليونه يورو خرڅ شو. خو د اخيستونکي په هکله يې جزيات نه دي شريک شوي. 
د ليلامۍ مسؤلينو وويل چې «د فرانسې په بازار کې له ډېر وخت راهيسې د وينسنت فان ګوخ داسې باکيفيته تابلو عرضه شوې نه وه.» د ۱۸۸۷م کال په تاريخ په اټکل شوې دغه تابلو کې د مونتمارتره يوه ژرنده ليدل کيږي. 
مونتمارتره هغه وخت لا د پاريس ښار په شمالي څنډه کې يو کلی وو. يوه جوړه پکې ليدل کيږي چې چکر وهي او دوه ماشومان د لرګيو د يوې کټارې مخکې سره لوبې کوي. فان ګوخ هغه مهال له خپل ورور تېو سره يو ځای په پاريس کې ژوند کاوه. 
دغه انځور د ۱۹۲۰م کال راهيسې د يوې فرانسوۍ کورنۍ سره وو. د ياد هالنډي هنرمند وينسنت فان ګوخ وروستی انځور په ۲۰۱۷م کال کې په نيويارک کې په ۸۱ ميليونو ډالرو (يعنې تقريبا ۶۹ ميليونو يورو) پلورل شوی وو.
 

Selbstbildnis Vincent van Gogh in psychiatrischer Klinik in Saint-Rémy
فان ګوخ په دغه انځور کې خپل ځان رسم کړی دیانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong