1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

هند د کرونا واکسین د تطبیق تمریناتي پړاو پيل کړ

۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبه

په هندوستان کې د کرونا واکسین د تطبیق کمپاین له پاره تیاریانې پیل شوي دي. د شنبې په ورځ د ټول هیواد په کچه د آزمیښتي پروګرام په چوکاټ کې د هر روغتیایي مرکز ۲۵ روغتیایي کارکونکو ته دغه واکسین تطبیق شو.

https://p.dw.com/p/3nSNP
Indien Neu Delhi | Coronavirus: Testlauf vor Impfstart
انځور: Altaf Qadri/AP/picture alliance

د هندوستان د روغتیا وزارت وایي چې په دې آزمایشې پړاو کې د واکسین په ارتباط په انټرنټ کې د معلوماتو داخلول، په یخچالونو کې د واکسین محفوظ ساتل او مختلفو سیمو ته د واکسین د لیږد په اړه آسانتیاوې و ارزول شوې.

د هند حکومت د روان کال تر نیمایي پورې ۳۰۰ میلیونه انسانانو ته د واکسین د تطبیقولو اراده لري. د جمعې په ورځ د نوي ډهلي یوه حکومتي پلاوي د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون د «آسټرا زینیکا» واکسین د بیړني استعمال وړاندیز کړی وو.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱کال د جنورۍ دویمه نیټه) د هند د درملو د کنترول ادارې هم دغه واکسین تائید کړ او له دې سره د واکسین تطبیق ته لاره هواره شوه.

حکومت وایي چې په لومړي قدم کې به دغه واکسین روغتیایي پرسونل، پولیس، پوځ او له پنځوس کلنۍ د لوړ عمر درلودونکو هغو کسانو ته تطبیق شي چې کومه بله روغتیایي ستونزه یا ناروغي ولري.

په نړۍ کې د واکسین جوړونې تر ټولو لوی شرکت سیرم انیستیتوت آف انډیا، د اُکسفورډ پوهنتون د آسټرا زینیکا واکسین د تولید چارې پر مخ بیایي.

د اکسفورډ پوهنتون د اسټرا زینیکا او سیرم انیستیتوت ترمنځ د یوه میلیارد دوزه واکسین جوړولو تړون لاسلیک شوی دی. خو د دې ترڅنګ هند د بائیونټیک فایزر او نورو واکسین جوړونکو کمپنیو پر وړاندیزونو هم غور کوي.

د اُکسفورډ یونیورسټۍ د څیړونکو له خوا تیار شوی واکسین د ساتلو له پاره د حرارت ډیرې کمې درجې ته اړتیا نه لري، ځکه خو په یخچالونو کې هم ساتل کیدای شي. له همدې امله دا د هند او یو شمیر نورو هیوادونو له پاره یو ښه انتخاب دی.

د هند د روغتیا وزیر هرش وردهن، په نوي ډهلي کې د واکسین رسونې تمرین د بهیر څارنه وکړه. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «مونږ به د واکسین رسونې پر هیڅ ډول پروتوکول سازش ونه کړو.»

هند تر امریکا وروسته دویم تر ټولو لوی هیواد دی چې له کرونا ویروس څخه ډیر ځپل شوی دی. د جنوبي آسیا په دغه هیواد کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس تر ۱۰ میلیونو ډیر موارد ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې نږدې ۱۵۰ زرو انسانو د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: