1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د واکسين جوړولو پروسه ولې دومره پېچلې ده؟

۱۳۹۹ دی ۲۳, سه‌شنبه

د کرونا وبا د له منځه وړولو کيلي د واکسين يو پايداره کمپاين دی چې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره وشي. که څه هم چې دمگړۍ د کرونا څو ډوله واکسين موجود دی خو په پراخه کچه د توليدولو لاره یې اوږده او ستونزمنه ده.

https://p.dw.com/p/3noF6
Produktion Tollwutimpfstoff
انځور: Novartis Vaccines

کله چې دا خبر په ډاگه شوه چې يوه آلماني شرکت د سږو د ناروغۍ کوويد - ۱۹ پر ضد واکسين موندلی دی، نو دا د ټولې نړۍ له پاره د خوښۍ يوه شيبه وه. خو ډېر ژر له دې خوښۍ سره شک هم مل شو ځکه چې د واکسين د دې موادو په اړه ډېرې پوښتنې پيدا شوې: څوک به لومړی واکسين کيږي او دا لړۍ به څرنگه پر مخ ځي؟ او آيا پر سم وخت به د دې واکسين په کافي اندازه جوړول او ټولو ته رسول امکان ولري؟

د يوه بل شرکت رانيول بسنه نه کوي

د درملو د توليد په اړه د څېړنې ترسره کوونکې اتحادیې »وي ايف ای« وياند چې د درملو کابو ۵۰ آلماني شرکتونه پکې شامل دي، رولف هومکه، د دې پوښتنې مستقيم ځواب ور نه کړ.

نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې يوه اساسي مشکل ته اشاره وکړه: »په لږه اندازه توليد يوه خبره ده خو کله چې په ډېره اندازه د توليد خبره شي نو بيا هر څه تغير کوي.«

بيونتيک شرکت دې ننگونې ته د ځواب ويلو له پاره په مابورگ ښار کې د واکسينو يو اضافي توليد ځای د نوارتس له سيال شرکت څخه رانيو. د هومکه په خبره که څه هم چې په ښو روزل شويو کارکوونکو سنبال دغه توليد ځای د تخنيک له پلوه ډېر ښه دی خو بيا هم نيمگړتياوې لري.

Deutschland Biontech - Ugur Sahin
د بيونتيک شرکت بنسټ ايښوونکی او د کرونا واکسين جوړونکی شاهينانځور: Dominik Pietsch/Biontech/dpa/picture-alliance

د مثال په توگه پرسونل یې د نوې دندې له پاره بايد وروزل شي. هغه زياته کړه: »تخنيک يوه خبره ده خو دوی تجربه لرونکو کسانو ته اړتيا لري او دغه کسان هم بايد وروزل شي.«

د بيونتیک شرکت په حواله په دغه ځای د واکسينو توليد بايد په فيبرورۍ میاشت کې پيل شي.

اړين تخنيک موجود دی

د واکسين د توليد له پاره دغه شرکت نويو ماشينونو ته اړتيا نه لري. دا خبره په فرانکفورت کې د «وي ډي ام ای» شرکت وکړه. دغه شرکت له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې په يوه پړاو کې هم د نويو ماشينونو اړتيا نه ليدل کیږي.

د يوه نوي واکسين او يا درملو توليد د يوه کوچنۍ خو ځانگړې څيړونکې ډلې دنده ده. هغوی د مالي مرسته کوونکو يا څیړونیزو ټولنو په مرسته د کلينکي آزموينې او يا د جواز له پاره د واکسينو اړين مواد توليدولی شي.

خو کله چې په پراخه کچه د توليد خبره مطرح کيږي نو هیڅ څيړنيزه ډله دغه کار نه شي کولی. آن ستر شرکتونه په يوازې سر دغه کار نه شي کولی. د رولف هومکه په خبره: «د درمل جوړونې په صنعت کې سړی تل په عرضه کوونکو پورې تړلی وي. موږ تل له خامو تېلو پېل نه کوو.»

د درملو په صنعت کې د سون توکي په توگه تېل په رښتيا هم يو اړين توکی دی او تل په تصفيه شوي شکل عرضه کيږي. لږه شيبه وروسته هومکه يو څو نور اړين توکي هم ياد کړل. «د مثال په توگه د باکترياو کلچرونه او د هغوی له پاره اړين مواد او همدا شان يو لړ ځانگړي کيمياوي مواد. د دې ټولو موادو په مرسته بيا »مسينجر آر ان ای« راټوليږي. د دې ټولو کارونو سر ته د رسولو په موخه يو لړ عرضه کوونکو ته اړتيا ده.»

Deutschland | Coronavirus | Impfstoff Schott
د آلمان په ماينز کې د کرونا واکسين له پاره د ښيښه يي بوتلونو توليدانځور: Schott

د لندن «فايننشل ټايمز» کرونا ويروس پر ضد د واکسين کشفولو په برخه کې د آلمان د برياليتوب په اړه يو بل وضاحت لري: په آلمان کې اقتصادي جوړښت چې د ملا تير یې منځنی قشر جوړوي.»

په آلمان کې موجود نسبتاً کوچني شرکتونه د سترو شرکتونو په پرتله انعطاف پذیره دي او ژر غبرگون ښيي. څیړنې او انکشاف او بيا توليد له يو بل سره جوخته تړلې پروسه ده. 

د ډله ایز توليد پر لور

د واکسين د دوزونو د اندازې او د توليد د چټکوالي له پاره يوازې د توليد د وړتيا لوړول پريکړنده نه دي، بلکې د رالف هومکه په خبره دا په دې پورې تړلې ده چې څومره ژر سړی عرضه کوونکي موندلی شي. د «وي اف ای» د دغه وياند له پاره دا خبره ښه روښانه ده: «د نړۍ يو شرکت هم په يوازې سر د ټولې نړۍ د توليد اړتيا نه شي پوره کولی. دا کار شونی نه دی.»

اړونده موضوع: د کرونا د دوو واکسینونو، بیونتیک او مودرنا مقایسه

د کرونا واکسين کشفوونکی ايگور شاهين چې شرکت یې څومره ډېر واکسين جوړ او خرڅ کړي هومره ډېره گټه ترلاسه کولی شي، هم په همدې نظر دی. نوموړی پر سيالو شرکتونو او چارواکو غږ کوي چې په عین وخت کې خبرداری هم دی: «يوه خلا موجوده ده ځکه چې نور جواز لرونکي واکسين لا توليد شوي نه دي.»

خو پر دې هر څه سربیره رولف هومکه دې ته اشاره کوي چې سړی بايد شته لاسته راوړنې د دغه مشکلاتو له کبله هیرې نه کړي. ځکه د نوموړي په خبره د کلينکي آزموينو له پاره په کوچنۍ اندازه تر توليد نيولې په ستره کچه توليد ته په کتو دا ټوله پروسه ډېره ښه پرمخ تللې ده.

ب. ص/ ن. ز (Dirk Kaufmann)