1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د کرونا واکسين په تطبيق کي مرسته

۱۳۹۹ آذر ۱۴, جمعه

ارگ اعلان کړی دی چي په افغانستان کي د کرونا واکسين لومړی مرحله به د نړيوال بانک په مرسته د افغانستان حکومت عملي کړي. د ارگ په يوه خبرپاڼه کي راغلي دي چي په لومړۍ مرحله کي به له ۲۰ تر ۴۰ سلنه واکسين تطبيق سي.

https://p.dw.com/p/3mEok
Deutschland Ciovid-19 Impfstoff von BionTech
انځور: Laci Perenyi/picture alliance

ارگ ويلي دي چي د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام د نړيوال بانک، د اسيا پراختيايي بانک، د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف له مشرانو سره په يوه ويډيويي کنفرانس کي په دې اړه خبري کړي دي.

د ارگ په اعلاميه کي راغلي دي چي د افغانستان جمهوررئيس له نړيوال بانک او اسيا پراختيايي بانک څخه د کرونا واکسين د لومړۍ مرحلې په تطبيق کي د مرستي غوښتنه کړې ده.

ويل سوي دي چي د يادو بنسټونو مسئولانو په دې برخه کي د مالي مرستي ژمنه کړې ده او ويلي يې دي چي د واکسين لومړی پړاو به د نړيوال بانکي په مرسته افغان حکومت تطبيق کړي.

ولسمشر غني ويلي دي چي د کرونا وبا له دوهمي څپې سره مبارزه يې د حکومت په لومړيتوب کي ده.