1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

«طالبان دي د خارجي قواوو د وتلو بهیر نه مخطل کوي»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۱, شنبه

امریکا، روسيې، چین او پاکستان د طالبانو څخه غوښتي، چي د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو بهیر د بریدونو او چاودنو پواسطه د خنډونو سره مخامخ نه کړي.

https://p.dw.com/p/3spPj
US-Soldaten in Afghanistan
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

پرون جمعه (د اپریل میاشتي ۳۰ مه) په دوحه کي د لیدني کتني پر وخت د دغو څلورو هیوادونو د نمایندګانو په یوه ګډه اعلامیه کي راغلي: «موږ ټینګار کوو، چي د بین المللي قواوو د وتلو پروسه نباید مخطل سي، په افغانستان کي هیڅ جنګونه او ناارمۍ رامنځته نه سي او د هغوی امنیت تأمین سي.»

هغوی په دوحه کي د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو سره هم ولیدل. په ګډه اعلامیه کي همدارنګه راغلي دي، چي «موږ د ټولو دخيلو اړخونو څخه پر خپلي دې غوښتني باندي ټینګار کوو، چي په هیواد کي د تشدد اندازه راکمه کړي او طالبان دي خپل پسرلني عملیات نه شروع کوي.»

د اعلامیې په یوه بله برخه کي راغلي، چي «موږ ټولې حملې او بریدونو ډیر سخت غندو، کومي چي په قصدي ډول سره ملکي خلګو ته متوجه وي او همدارنګه د ټولو اړخونو څخه غواړو، چي د بین المللي او بشري حقوقو مطابق خپل مکلفیتونه پرځای او مراعت کړي.» 

د امریکا، روسيې، چین او پاکستان نمایندګانو پر طالبانو او افغانستان حکومت دواړو باندي ږغ وکړ، چي د خبرو د لاري د حل یوې لاري ته سره ورسیږي چي په خبره به يې په افغانستان کي د زور د لاري د رامنځته سوي یوه حکومت ملاتړ ونه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهوررئیس، جو بایدن د همدې اپریل میاشتي په نیمايي کي د سپټمبر تر ۱۱ مي پوري د افغانستان څخه د ټولو امریکايي قواوو د وتلو اعلان وکړ. تر هغه وروسته ناټو هم اعلان وکړ، چي تر همدغه تاریخ پوري په افغانستان کي خپل ټول ماموریت پای ته رسوي.