1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي جنرال: امکان لري له طالبانو سره همکاري وکړو

۱۴۰۰ شهریور ۱۱, پنجشنبه

د امریکا د لوی درستیز جنرال مارک میلي په خبره د دې امکان سته چي په افغانستان کي د ترهگرۍ او یا هم داعش پرضد له طالبانو سره همکاري وکړي. د امریکا متحده ایالاتو د ددفاع وزیر لوید آوستین بیا په دې هکله زړه نازړه دی.

https://p.dw.com/p/3znub
USA US-General Mark Milley
انځور: Erin Scott/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال مارک میلي د دغه هیواد د دفاع له وزیر لوید آوستین سره د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کي د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۱م کال د سپتمبراوله) د طالبانو په وړاندي د امریکا د نظامي دریځ په هکله څرگندوني وکړې.

نوموړي هغه امکان رد نه کړ چي متحده ایلات به په افغانستان کي د داعش په څیر ترهگرو ډلو پر وړاندي له طالبانو سره همکاري وکړي.

میلي څرگنده کړه چي د امریکا پوځ په تیرو دریو اونیو کي د کابل له هوايي ډگر څخه د ۱۲۴ زرو کسانو د ایستلو عملیاتو د همږغۍ له پاره تر هوايي ډگر دباندي د طالبانو له مشرانو سره په تماس کي وو او دا په خپله یو ډول همکاري ده.

جنرال میلي ویلي: «په جگړه کي هغه څه کوو چي باید سرته یې ورسوو، ترڅو د عملیاتو او ځواکونو له پاره خطر راکم کړو، نه دا چي داسي یو کار وکړو چي هغه غواړو او هیله لرو چي سرته یې ورسوو.»

میلي طالبان یوه «بې رحمه» ډله بللې او ویلي یې دي چي معلومه نه ده چي هغوی به تغیر وکړي او که نه.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آوستین له طالبانو سره د همکارۍ د امکان په اړه او دا چي په تیرو ورځو کي د کابل په هوايي ډگر کي گډ کار به د راتلونکو همکاریو له پاره یو پیل وي، شک او تردید ښودلی  او ویلي یې دي چي نه غواړي د راتلونکو همکاریو په هکله اټکل وکړي.

د امریکا پوځ په ۲۰۰۱م کال کي پر افغانستان باندي د یرغل په نتیجه کي د طالبانو حکومت رانسکور کړ او په دا ټولو شلو کلونو کي له طالبانو سره په جگړه کي وو. خو بیا هم د امریکا ولسمشر جو بایدن په دا وروستیو کي په وار وار ویلي دي چي طالبان د داعش دښمنان دي او له همدې کبله له امریکا سره گډي منافع لري.

هغه همدارنگه ژمنه وکړه چي د کابل پر هوايي ډگر د داعش د بریدونو د غچ اخیستلو له پاره چي په نتیجه کي یې ۱۵۰ تنه افغانان او ۱۳ تنه امریکايي سرتیري وژل سوي، د دغي ډلي په وړاندي به لا ډیر بریدونه ترسره کړي.

د تیري شنبې په ورځ د امریکا د یوه بې پیلوټه برید په نتیجه کي د داعش دوه قوماندانان ووژل سول. بایدن له دغه برید وروسته داعش ته خبرداری ورکړ چي زموږ کار لا ستاسو سره پای ته نه دی رسیدلی.

خو بیا هم سیاسي او نظامي کارپوهان په دې عقیده دي چي په افغانستان کي له مځکنیو ځواکونو له حضوره پرته به له داعش سره مبارزه ډیره ستونزمنه وي.

جنرال مارک میلي له طالبانو سره ډېري لیدني کتني کړي، دوه واره تیرکال او څو واره د دسمبر په میاشت کي. هغه مخامخ خبري ورسره کړي او هڅه یې کوله تر څو په افغانستان کي د امریکا په ملاتړ حکومت باندي د بریدونو مخنیوی وکړي.

میلي او آوستین دواړه په تیرو شلو کلونو کي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو قوماندانان ول او د چهارشنبې په کنفرانس کي یې ټول تمرکز پر دې باندي وو چي د هغو امریکايي سرتیرو په هکله پلټنه وکړي چي په افغانستان کي یې حضور درلود او یا هم وژل سوي او زخمیان سوي دي.

میلي په یوه کنفرانس کي وویل: «جگړه سخته ده، خشونت او بدبختي رامنځته کوي. هو موږ ټول په غوصه یو او کړاوونه مو تیر کړي. که د تیرو ۲۰ کلونو او تیرو ۲۰ ورځو پیښو ته نظر واچوو نو دا کار زموږ د درد او غوصې سبب کیږي.»

د امریکا حکومت په اوس وخت کي د طالبانو په وړاندي له یوه چيلينج سره مخامخ دی. بایدن له خپلو متحدینو سره غواړي چي طالبان د هغې ژمني عملي کولو ته مجبوره کړي چي دغي ډلي نړیوالي ټولني ته ورکړې ده: له افغانستان څخه د امریکایانو او نورو ملیتونو له ډاډمن وتلو سره مرسته.

GP/NZ/DW.Farsi