1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتشمالی امریکا

ایلهان، امریکا او اسرائیل د طالبانو او حماس سره مقایسه کړل

۱۴۰۰ خرداد ۲۲, شنبه

د امریکا د کانګرس مسلماني وکیلي، ایلهان عمر په یوه لنډ تویتري پیغام کي د امریکا، اسرائیل، طالبانو او حماس د «ظالمانه اعمالو» څخه انتقاد وکړ او هغوی يې سره مقایسه کړل. خو پردغي مقایسې باندي بیا سخت انتقادونه سوي.

https://p.dw.com/p/3unjA
Kongressdemokraten Pressekonferenz - Washington -  Ilhan Omar
انځور: picture-alliance/ A.Edelman

د امریکا متحده ایالاتو د دیموکراټ ګوند غړې او کانګرس وکیله، ایلهان عمر بیا د یوه تویتري پیغام په دلیل د سختو انتقادونو سره مخامخ سوې ده. هغې تیره دوشنبه (د جون میاشتي اوومه) د امریکا د خارجه وزیر سره تر یوې جلسې وروسته ولیکل: «موږ د تصوره لیري داسي ظالمانه اعمال لیدلي دي، چي د امریکا متحده ایالاتو، اسرائیلو، افغانستان او طالبانو لخوا تر سره سوي دي.»

دغه تویت د بشري جنایتونو د قربانیانو په ارتباط د امریکا متحده ایالاتو د مسؤلیت په باب د خارجه وزیر، انتوني بلینکلن څخه د سوال او جواب پر وخت خپور سو. ویل کیږي، چي هغې په دغه جلسه کي بلینکلن ته «تحریک آمیزه» خبري کړي دي.

د عمر د تحریم کیدو غوښتنه

خو اوس بیا د دیموکراټانو د دغي وکیلي اظهارات هم د جمهوري غوښتونکو او هم ډیموکراټ وکیلانو د سخت عکس العمل سره مخامخ سوي دي. ځینو جمهوري غوښتونکو وکیلانو حتی د عمر د تحریمیدو غوښتنه کړې ده.

جمهوري غوښتونکي، محافظه کاره وکیل، کوین مِک کارتي عمر ته په خطاب کي وویل، «ضد امریکايي او یهودي اظهارات بد کار دی.» هغه ادعا وکړه، چي دیموکراټان «د یهودو سره دښمني زغمي او د ترورسټانو سره همدردي کوي.»

جمهوري غوښتونکي سناتور، تام کاتن عمر ته حتی وویل، چي که امریکا خرابه بولي، کولای سي ورڅخه ولاړه سي.

د دیموکراټانو انتقاد

د دیموکراټانو د حزب رهبرۍ هم د عمر د دغي مقایسې سره خپل مخالفت اعلان کړ. د کانګرس د فراکسیوني رهبرۍ شپږ غړي په دې نظر دي، چي که « د دیموکراتیکو هیوادونو لکه امریکا او اسرائیلو مقایسه د هغو ډلو سره وسي، چي په ترهګري عملیاتو کي لاس لري» په منځني ختیځ کي به سولي او امنیت او د امریکا متحده ایالاتو دپاره مثبته نتیجه ورنه کړي.

د دموکراټانو یهودي وکیلانو هم په یوه سرخلاصي لیک کي د امریکا او اسرائیل د طالبانو او حماس سره د مقایسې څخه انتقاد کړی او دغه مقایسه یې «توهین آمیزه او غلط کونکې» بللې ده. هغوی د ایلهان عمر څخه غوښتي دي، چي په دې هکله نور توضیحات هم ورکړي.

US-Repräsentantenhaus
انځور: Saul Loeb/dpa/Pool AFP/AP/picture alliance

عمر د دغو انتقادونو په عکس العمل کي په یوه تویت کي ولیکل: «موږ په کانګرس کي د اسلام ضد وکیلانو، لکه جمهوري غوښتونکي وکیل، مو بروکس تر څنګ خدمت کوو، او زموږ ډیموکراټ وکیلان نه یوازی هغه محکوموي، بلکه د هغه خطرناکو ویناوو او اظهاراتو ته مشروعیت هم ورکوي. زموږ فراکسیون څه وخت غواړي، د مسلمانو همکارانو او رای ورکوونکو پرضد د نفرت مخنیوی وکړي؟»

ایلهان عمر، چي په اصل کي سومالیایي ده، د ۱۹۹۰ کلونو په لسیزه کي یې د امریکا متحده ایالاتو ته پناه راوړه او پسله یو څه وخت څخه یې د دغه هیواد تابعیت تر لاسه کړ. هغې په وارو وارو د فلسطینیانو په مقابل کي د اسرائیل د سیاست څخه انتقاد کړی دی.