امریکا په کابل کي خپل د سفارت کارکوونکي باسي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۸, چهارشنبهد امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبه په ورځ وویل چي «له سفارته یې د امریکا د حکومت د هغو کارکوونکو د ایستلو چاري تنظیم کړي دي چي خپلي دندي په نورو ځایونو کي هم سرته رسولای سي.
د امریکا سفارت د دغه کار دلیل «په افغانستان کي مخ پر زیاتیدونکی تشدد او په کابل کي د ګواښونو په هکله رپوټونه» بولي. خو د قونسلګرۍ برخه به پرانیستې پاته وي.
اوس امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو له پاره تیاری نیسي. ددغو ځواکونو را ایستل به په رسمي ډول د می میاشتي پر لومړۍ نېټه پیل او د سپتمبر تر یوولسمي پوري به دوام وکړي.
دا د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمي د هغې ترهګري پیښي د ۲۰ مي کالیزي سره سمون لري چي په نتیجه کي یې امریکایان افغانستان ته داخل سول.
همدارنګه به د امریکا متحده ایالاتو د ناتو متحدین چي آلمان هم پکښي شامل دی، په راتلونکو میاشتو کي خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي.
څارونکي بیره لري چي د لویدیځو ځواکونو تر وتلو او د طالبانو له خوا د قدرت تر نیولو وروسته به په دغه هیواد کي د زورزیاتیو نوې څپه پیل سي.
PG/NZ/AG