1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن د افغان جګړې سوله ییز حل غواړي، خو څه ډول؟

۱۳۹۹ اسفند ۲, شنبه

افغانستان لپاره د بایډن تګلاره تراوسه نه ده ډاګیزه شوې، خو وروستیو څرګندونو یې افغان شنونکي هیله من کړي. ایا د بایډن ادارې د دوحې تړون تایید ته شین څراغ ښودلی؟

https://p.dw.com/p/3pdU8
USA Washington | Münchner Sicherheitskonferenz | Joe Biden
انځور: Patrick Semansky/AP/picture-alliance

ولسمشر جوبایډن د مونیخ امنیتي کنفرانس ته ویلي، چې افغان جګړې په اړه له خپلو متحدېنو سره سلامشورې کوي، چې د ډيپلوماټیکي لارو دغه ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

سره له دې چې د بایډن په دغو څرګندونو کې د افغان جګړې ختمولو د څرنګوالي جزیات نشته، خو ظاهرا طالبانو او امریکایانو د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۳۱مه د سولې هوکړه وکړه.

د هغې هوکړې له مخې، به د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ تر ۲۱مې نېټې امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

له دغو څرګندونو وروسته یوشمېر افغان شنونکي فکر کوي چې ښايي د بایډن اداره هم د دوحې دغه هوکړه تایید کړي. په سویډن کې میشت افغان شنونکي ډاکټر حکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل: «د بایډن په خبرو کې جالب ټکي دا ؤ چې نوموړي د افغان کشالې په چټک سیاسي حل ټینګار کاوه.»

ښاغلی حکمت زیاتوي د کشالي د چټک حل لپاره د قطر پروسې تعقیب اړین دی، ځکه پردې لاره اوږد مزل شوی او پایله یې هم د "دوحې" تړون دی. هغه زياتوي: « سره له دې چې د بایډن ادارې لاهم په څرګندو ټکو د دوحې تړون نه دی تایید کړی، خو د دفاع وزیر یې په دې برخه کې شین څراغ ښودلی.»

US-Soldaten in Afghanistan
«بایدن ښایي له طالبانو څخه د شپږو میاشتو د مهلت خواست وکړي.»انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن سره له دې چې د طالبانو په لاس د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه بللې، خو ترڅنګ یې د بین الافغاني خبرو په چټک پرمختګ هم ټینګار کړی.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټې د تمدید غوښتنه

یوه پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا دویچه ویله ته وویل، ښايي امریکایان طالبانو څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د لانور وخت غوښتنه وکړي: «زما په فکر دوی به طالبانو سره خبرې کوي او د معقولو دلایلو په اساس به د وتلو نیټه بدلوي، په دې مانا چې یو خو وخت کم دی او بل د سولې په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، نو ښايي یوه یا دوه میاشتې وخت وغواړي.»

دغه کابل میشتی پخوانی طالب چارواکی وايي، له معقولو حل لارو پرته مبهمې څرګندونې ښايي افغانستان کې جګړه ډېره کړي او امریکایان به لاډیر زیان وکړي.

په واشنګټن کې میشت یوه افغان شنونکي واحد فقیري هم دویچه ویله ته وویل، د بایډن اداره د جګړې اوږدېدل نه غواړي، خو د ځواکونو د اېستلو برخه کې د نیټي بدلولو هڅه شته: «بایدن ښایي له طالبانو څخه د شپږو میاشتو د مهلت خواست وکړي.»

فقیري زیاتوي چې د بایډن اداره  د قطر هوکړې ته له ژمن پاتې کېدو پرته بل هیڅ لار نه لري.

د خلیلزاد سفر

له دغو څرګندونو سره همهاله رپوټونه وايي، چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوحې، کابل او اسلام اباد په ګډون یوشمېر هېوادونو ته سفر پيل کړی دی. په امریکا کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا دغه جګپوړی ډيپلوماټ د سیمي په سفر راوځي.

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰م کال په فبروري کې د قطر په پلازمينه دوحه يو تړون لاسليک کړانځور: AFP/G. Cacace

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې نوموړی به پاکستان، بلجیم، جرمني، قطر او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي او ددغو هېوادونو له چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې وکړي.

هاخوا یوشمېر پخوانیو افغان چارواکو د سولې خبرو کې د ځنډ او خنډ پراخېدو په صورت کې د خطرناکې سیمه ییزې سیالۍ وړاندوینه کړې.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«که چېرې د سولې بهیر کې واقعي او چټک پرمختګ ونه شي، په افغانستان کې د هند او پاکستان ترمنځ سیالي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره سختیږي، ښايي د یوې ویجاړونکې کورنۍ جګړې سبب شي.»

ښاغلي خرم ان څو ورځې وړاندې دا هم ویلي ول، سره له دې چې امریکا تراوسه په رسمي توګه د دوحې تړون د ارزونې پایله نه ده اعلان کړې، خو له واشنگټن او بروکسل څخه د "نه وتلو" غږونه راپورته شوي دي. ده زیاته کړې:«دا شاید د طالبانو لخوا د ځینو ولایتونو د سقوط زمینه برابره کړي. ښایي امریکا او پاکستان به همدا غواړي: ۲یا۳ ټوټې افغانستان. خدای دې داسې نه کړي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې طالبانو او افغان جګپوړو پوځي چارواکو وار له مخه  جګړې ته د چمتوالي خبرداري ورکړي دي.

اسماعیل شاکر – کابل