1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيګار پر غني د پيسو د ايستلو تورونه څېړي

۱۴۰۰ مهر ۱۵, پنجشنبه

د افغانستان د بيارغونې د څار ځانګړې ادارې ويلي دي چې د هغه تورونو په اړه به څېړنې وکړي چې ويل کيږي د افغانستان پخواني ولسمشر غني له هيواده د وتلو پر وخت له ځانه سره په میليونو ډالر وړي دي.

https://p.dw.com/p/41NIi
Münchner Sicherheitskonferez | Präsident Afghanistans Aschraf Ghani während Diskussionsrunde
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د رويترز خبري آژانس په حواله د افغانستان د بيارغونې د څار ځانګړې ادارې يا «سيګار» مشر جان سوپکو د چهار شنبې په ورځ دغه څرګندونې کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دغه تورونه ردوي او وايي چې د وينې توېدو د مخنيوي په موخه له هيواده وتلی دی او هیڅ پېسې یې له ځانه سره نه دي وړي. خو په دې تړاو شکونه او اټکلونه موجود دي چې له کبله یې کانګرس د سوپکو ادارې ته په دې اړه د پلټنو سپارښتنه کړې ده.

سوپکو د کانګرس د استازو مجلس ته وويل: «موږ پلټنې کوو خو تر اوسه مو دا څه ثابت کړي نه دي. د نظارت او د حکومت د اصلاحاتو کميټې له موږ څخه په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه.»

په اګست میاشت کې د کابل شا او خوا ته د طالبانو له رسيدو سره غني له کابله ووت چې له دې کبله پر هغه سختې نيوکې وشوې.

سيګار په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د دولت جوړنې په برخه کې د امريکا د مرستو نظارت کاوه او د فساد، ناوړه ګټه اخيستنې او درغلۍ په اړه څېړنې کولې.

اروپا پارلمان: احمد مسعود دي راوبلل سي؛ د اشرف غني له خوا د پیسو وړلو تور تحقیق دي وسي

جان سوپکو د کانګرس د بهرنيو چارو کميټې ته وړاندیز وکړ چې فرعي کمېټه چې په بهر کې د امريکا د پراختيايي مرستو نظارت کوي، د امريکايي پروژو پر ناکامۍ دي فساد او ناسم مديريت ته په کتو سره نه حيرانيږي.

هغه زياته کړه: «فساد تر دې حده ډېر شوی وو چې په پای کې یې په افغانستان کې امنيتي او د بيارغورنې ماموريت هم ګواښه.»

په کانګرس کې دا استماعيه غونډه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر وخت د ګډوډۍ په اړه د پوښتنو ګرويږنو د لړۍ برخه وه. د کانګرس د بهرنيو چارو کميټې د فرعي کميټې مشر جوکوين کاسترو په دې ترڅ کې وويل: «موږ له هغه درس څخه چې [په افغانستان] کې مو زده کړی دی، په نورو بحران ځپلو کې ګټه پورته کولی شو.»

رپوټ: امريکا په افغانستان کې په ميلياردو ډالر ضايع کړي

دمګړۍ امریکا متحده ایالاتو او نورو هيوادونو له افغانستان سره کابو ټولې مرستې درولي دي.

د سيګار مشر جان سوپکو وويل: «دا زموږ ټولو له پاره سختې ورځې دي. د افغانانو د راتلونکي غم به څوک خوري، په ځانګړي توګه د هغو افغانانو چې له امريکا سره یې مرسته کړې وه او په دې تيرو شلو کلونو کې زموږ متحدين ول.»

هغه وويل چې د سيګار ټول کارکوونکي چې سيمه ایز افغان همکاران هم پکې شامل دي، په خوندي توګه له کابله وتلي دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)