1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د هوټلونو په اړه د امريکا او بريتانيا خبرداری

۱۴۰۰ مهر ۱۹, دوشنبه

امریکا او بريتانيا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې دې هوټلونو ته له تلو ډډه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې  څو ورځې  مخکې  په کندز کې يوه خونړي بريد چې پړه یې داعش ډلې منلې وه، په لسونو کسان ووژل.

https://p.dw.com/p/41Vat
Afghanistan Soldat auf der Straße in Kabul Serena Hotel
انځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

په داسې حال کې چې طالبان پر افغانستان تر ولکې وورسته اوس د مشروعيت د ترلاسه کولو او په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي او اقتصادي مشکلاتو د حلولو په موخه هلې ځلې کوي، «اسلامي دولت» يا داعش ډله يې واکمنۍ ته د يوه ګواښ په توګه موجوده ده.

امريکا متحده ايالاتو د همدې امنيتي ګواښ له کبله خپلو اتباعو ته هوټلونو ته د تللو په اړه خبرداری ورکړی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ساحه کې «امنيتي ګواښ» ته په اشارې سره  ويلي: «هغه امريکايي اتباع دې، چې د سيرينا هوټل په شا او خوا کې دي، سملاسي دې له دغه ځايه ووځي.«

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت هم افغانستان ته د سفر څخه خپل خبرداری يو ځل بيا تازه کړی دی. د دوشنبې په ورځ د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت هم خپلو خپلو اتباعو ته  لارښوونه کړې ده چې په ځانګړي توګه په کابل کې دې د مهمان خانو په اړه محتاط اوسي.دغه وزارت ویلي په ځانګړي ډول د کابل په سيرينا هوټل کې به استوګنه خطرناکه وي. 

سيرينا هوټل چې د کابل تر ټولو مشهور عصري هوټل دی او د بهرنيو ميلمنو د خوښې وړ ځای دی.
په داسې حال کې چې دمګړۍ زياتره خارجي اتباع له افغانستانه وتلي دي خو ځيني ژورنالیستان او د مرستندويه ټولنو کارکوونکي اوس هم په کابل کې دي.

د کابل سيرينا هوټل مخکې  دوه ځلي د ترهګريزو بريدونو هدف ګرځيدلی وو. په ۲۰۱۴م کال کې بريد کوونکو په دې هوټل کې نهه کسان ووژل چې د فرانسي خبري آژانس يو خبريال هم پکې شامل وو. همدا راز شپږ کاله تر مخه يوه ځانمرګي بريد هم شپږ کسان وژلي ول.

په لندن او واشنګټن کې د حکومتونو له خوا دا تازه خبرداري په کندز کې پر يوه مسجد د بريد څو ورځې وروسته ورکول کیږي  چې تر ۵۰ زيات انسانان پکې ووژل شول او پړه یې  د داعش خراسان څانګې ومنله. 

د اګست په ۲۶مه نيټه هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د عملياتو پر وخت يوه ځانمرګي بريد د کابل په هوايي ډګر کې لږ تر لږه ۷۲ کسان ووژل او تر ۱۵۰ زيات نور یې ټپیان کړل. د دې بريد پړه چې ۱۳ امريکايي عسکر هم پکې وژل شوي ول، داعش ډلې پر غاړه اخيستې وه.

ب. ص/ ز.ن (AFP)