1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا يو شمېر عسکر په افغانستان کې پريږدي»

۱۴۰۰ تیر ۴, جمعه

د چارواکو په حواله له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به په کابل کې د دېپلوماتانو د امنيت خوندي کولو په موخه يو شمېر عسکر پاته شي. د اخراج بهير به په راتلونکو دوو اونيو کې تر ډېره حده بشپړ شي.

https://p.dw.com/p/3vXc5
Afghanistan US-Soldaten in der Provinz Logar
انځور: Reuters/O. Sobhani

امريکايي چارواکو دا څرګندونو د اسوشيتد پريس خبري آژانس سره په خبرو کې کړي دي.

پردغو ۶۵۰ عسکرو سربیره به یو شمیر نور اضافي عسکر په کابل هوايي دګر کې ښايي تر سپتمبر میاشتې پورې پاته شي څو له ترکي عسکرو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړای شي.

د چارواکو په حواله دغه مرسته به لنډمهاله او تر هغه دوام وکړي، تر څو د ترکیې په مشرتوب د هوايي ډګر امنیت خوندي کولو اصلي او رسمي ماموريت پېل شي.

کابو ۶۵۰ عسکر چې په پام ده په دايمي توګه به په افغانستان کې پاتې وي، د امريکا سفارت ساتنه به وکړي او همدا راز به د هوايي ډګر په خونديتوب کې هم مرسته وکړي.

چارواکو ویلي دي چې امريکا منلې ده چې په کابل هوايي ډګر کې به «C- RAM» يا کاونتر راکټونه، درنې وسلې او د توغنديو سيستمونه او همدا راز د دې د کارولو له پاره عسکر پريږدي. زياته شوې ده چې له ترکیې سره پر همدې توافق شوی دی.

امريکا همدا راز په پام کې لري چې په هوايي ډګر کې د مرستې له پاره د څرخي الوتکې عمله هم پريږدي.

د چارواکو په حواله ترکیې تر ډېره حده منلې ده چې تر څو د امريکا ملاتړ ورسره وي، د کابل هوايي ډګر ساتنه به وکړي. روانه اوونۍ به امريکايي او ترکي چارواکي په دې اړه حتمي پريکړې هم وکړي.

د امريکايي ځواکونو لوی درستیز مارک میلي د چهار شنبې په ورځ ويلی ول چې تر اوسه په دې اړه ليکلی سند نه لري. هغه وويل چې د جزياتو په اړه يې غږيدل نه غواړي.

نوموړي زياته کړه: «زه ډېر د هوساينې احساس کوم چې د کابل هوايي ډګر امنيت به خوندي وي او ترکان به د دې برخه وي.»ترکيه غواړي د کابل هوايي ډګر چاري پر غاړه واخلي

امريکایي چارواکو وويل چې تمه کیږي د دوی او ناټو پوځي قومنده، مشرتابه یې او زياتره عسکر یې د جولاي تر څلورمې نېټې يا تر هغه لږ وروسته له افغانستان څخه وتلي وي.

خو يادو چارواکو چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، د اخراج په اړه نور جزيات ور نه کړل.

په افغانستان کې په دې وروستيو کې د طالبانو د بريدونو په زياتيدو سره چارواکو په تکرار سره د کابل د حامد کرزی هوایي ډګر د امنيت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

په افغانستان کې د څو نورو میاشتو له پاره د اضافي عسکرو د پريښوولو پريکړه به د بايدن حکومت له پاره د امريکا د تر ټولو اوږدې جګړې په بشپړه توګه ختمولو له پاره يو څه پيچلتياوې پيدا کړي.

دغه څه به افغانستان د امريکا د ملي امنیت ادارې د لومړۍ جبهې د ننګونې په توګه وساتي، که څه هم چې سپينه ماڼۍ غواړي د افغانستان شل کلنه جګړه تر شا پريږدي او د چين او روسیې له خوا پر ګواښونو تمرکز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن، جمعه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په سپينه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر جو بایدن سره ګوري.

افغان مشران به همدا راز په پنتاګون کې د دفاع وزير لوېد اوستن او ښايي نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري.

دغو چارواکو په عین حال کې خبرداری ورکړی دی چې د امريکايي ځواک د وتلو وروستۍ پړاو په هغه صورت کې چې د کابل هوايي ډګر د خوندي له پاره کړې هوکړه ناکامه شي او يا په وضعيت کې کوم ستر تغير رامنځته شي، ځنډيلی هم شي. 

ب. ص/ ن. ز (AP)