1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کابل کيدای شوای ويجاړ شوی وای»

۱۴۰۰ آبان ۳, دوشنبه

د زلمي خليلزاد د اټکلونو پر اساس له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو اخراج به کيدای شوای تر دې هم ډېر «فاجعه راړونکی» وای. خليلزاد پر ولسمشر بايدن هم نيوکې کړي دي.

https://p.dw.com/p/428TS
USA Sondergesandter für Afghanistan Zalmay Khalilzad
انځور: Rod Lamkey/CNP/MediaPunch/imago images

د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد »سي بي اس« تلویزيوني شبکې ته وويل: «زه نه وايم چې [له افغانستان څخه] د ځواکونو د راایستلو پروسه منظمه وه. بې له شکه دا يو بدرنګ وروستی پړاو وو.» خو دغه لوړ پوړي ديپلومات وويل چې د ځواکونو راايستل کيدای شوای نور هم په بد شکل ترسره شوي وای. د هغه په خبره کيدای شوای کابل ويجاړ شوی وای او کوڅه په کوڅه جګړه شوې وای.

د اګست مياشتې په پای کې له افغانستان څخه د امريکا متحده ایالاتو وروستي عسکر ووتل. تر دې دوې اونۍ مخکې طالبانو پرته له جګړې کابل ونيوه او د افغانستان امنيتي ځواک هیڅ ډول مقاومت ښکاره نه کړ.

د امريکايي ځواکونو د وتلو ماموريت تر پای لږ دمخه د کابل په هوايي ډګر کې د داعش په بريد کې د ۱۳ امريکايي عسکرو په ګدون په لسونو افغانان ووژل شول.

«له واقعيته لېرې»

خلیلزاد تېره اونۍ د افغانستان له پاره د امريکا د ځانګړي استازي له دندې ګوښه شو. دې ۷۰ کلن ديپلومات وويل چې د ګوښه کيدو يو علت دا وه چې د امريکا د حکومت په داخل کې له افغانستان څخه د ځواکونو د راايستلو په اړه بحث «د واقعيتونو او حقايقو پر بنسټ» ترسره نه شو.

Nato Truppen verlassen Afghanistan
انځور: Vyacheslav Oseledkov/AFP/Getty Images

زلمي خليلزاد له سي بي اس شبکې سره په مرکه کې وويل چې ولسمشر جو بایدن پريکړه کړې وه چې اخراج به په شرطونو پورې ونه تړي «بلکې د جنتري له مخې به یې ترسره کړي.» هغه ومنله چې په افغانستان کې د ديموکراسۍ له پاره هلې ځلې «بريالۍ نه وې.» نوموړي زياته کړه: «دا مبارزه به ادامه ولري.»

خلیلزاد همدا راز ويلي دي چې امريکا متحده ایالاتو پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د واک د شريکولو له پاره کافي فشار نه وو اچولی. هغه په عين حال کې پر غني هم نيوکه وکړه او ویې ويل چې په هیڅ صورت کې یې نه غوښتل چې طالبان په واک کې شريک کړي.

افغانان طالبانو ته د افغانستان د سپارلو له پاره خلیلزاد تورنوي

دغه امريکايي ديپلومات د تېر کال په فيبرورۍ مياشت کې د طالبانو او امريکا متحده ایالاتو د هغه وخت د حکومت ترمنځ په شوي تړون کې ډېر مهم نقش درلود.

يو شمير افغانان له همدې کبله وايي چې خليلزاد طالبانو ته ډېر څه منلي ول. د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل د تويتر له لارې ليکلي ول چې خلیلزاد افغانستان ته نه جبرانيدونکی زيان اړولی دی.

ب. ص/ ن. ز (dpa, CBS)