1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو د افغانستان ماموریت د تمدید پر سره جنجالونه

۱۴۰۰ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د روسیې او امریکا ترمنځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت پر سر نانندرۍ شوي دي. امريکا د دې ماموريت پر بشري اړخ ټینګار کوي خو روسيه بيا له دې سره مخالفت لري چې د بشري حقونو موضوع له بشري وضعيت سره وصل شي.

https://p.dw.com/p/47wHy
Flaggen von USA und Russland
انځور: picture alliance/Zoonar

دغه ماموریت د مارچ میاشتې په ۱۷ نیټه د نه تمدید په صورت کې پای مومي او هر کال د یوه کال له پاره تمدیدیږي. د امریکا استازي ټینګار کوي چې دغه ماموریت دې د بشري حقونو د ملاتړ له پاره په قوي شکل تمدید شي داسې یوه موضوع چې مسکو ورسره مخالفت لري.

د چهارشنبې ورځې په غونډه کې په امنیت شورا کې د روسیې د استازي مرستیالې انا اواسټیګنیوا، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ماموریت د تمدید په هکله وویل مسکو د بشري حقونو د عنصر د عملي کولو په برخه کې موافق نه دی.

د هغې په خبره موږ د بشري حقونو موضوع له بشري وضعیت او همدا راز له مرستو سره د وصل کولو خلاف یو. خو د امریکا متحده ایالاتو د استازې مرستیال جیفری ډي لورنتیس بیا وویل چې امریکا متحده ایالات د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کې د بشري حقونو د څار او د بشري مرستو د همږغۍ د نقش ادا کولو ملاتړي یو.

Symbolbild UNAMA Logo
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اوسنی ماموريت باید د مارچ تر ۱۷مې نټې پورې تمديد شيانځور: AP

په دې ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو استازي پر چین هم سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې دا د خفګان خبره ده چې چین د امریکا د کارونو پر انتقاد ډیر وخت مصرفوي خو په خپله د افغانانو د مرستې له پاره هیڅ نه کوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو د استازې مرستیال جیفری ډي لورنتیس په دې هکله زیاته کړه: «چین په ملګرو ملتونو کې دویم ستر مالي مرسته کوونکی دی. د افغانانو د مرستې او یا د سیمې د امنیت له پاره چین چې څه کړي، د هیڅ برابر دي.»

په ورته وخت کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د امنیت شورا په غونډه کې پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د انزوا پر ځای دې له طالبانو سره کار وکړل شي چې په خبره یې د مثبت تغیر له پاره همدا یوازینۍ لار ده.