1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغانانو سره د ۳۲۷ مليونو ډالرو مرسته اعلان کړه

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

د امريکا متحده ايالات غواړي چي په افغانستان کي د بشري بحران له کبله له دغه هيواد سره ۳۲۷ مليونه ډالره نوره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4HHpK
متحده ايالات به د افغانانو سره د درملو مرستي هم وکړي
متحده ايالات به د افغانانو سره د درملو مرستي هم وکړيانځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو د افغانانو سره د مرستي لپاره نورې مرستي اعلان کړي دي. خو د ۳۲۷ مليونو ډالرو حجم لرونکي دغه مرستي به د افغانستان د واکمنانو سره نه بلکه د هغو سازمانونو سره کيږي چي د افغانانو سره مرستي کوي.

سروې: نيمايې افغان کورنۍ په خپلو ماشومانو کار کوي
متحده ايالات به و مرستندويه سازمانونو ته په ياد حجم مرسته د نقدو پيسو، درملو او د سرپټي د ځايونو په برابرولو سره ورسوي. له دغو مرستو څخه به هغه افغانان هم مستفيد سي چي له افغانستان څخه دباندي په گاونډي هيوادونو کي مرستو ته اړتيا لري.


واشنگټن په خپله وينا په کابل کي د طالبانو د پر واک راتلو راهيسي په دغه سيمه کي ۱،۱ ملياد ډالره بشري مرستي کړي دي.

له ایران څخه په یوه میاشت کي ۶۴ زره افغان کډوالو ایستل شوې
د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزير انتوني بلينکن پر نړيوالې ټولني ږغ وکړ چي خپل تعهدات پرځای کړي او په افغانستان کي د خلکو سره مرستي وکړي.


د امريکا متحده ايالات کوښښ کوي چي د افغان ولس سره په داسي توگه مرسته وکړي چي پيسې د طالبانو لاس ته ونه لويږي. د امريکا متحده ايالات طالبان د افغانستان د واکمنانو په صفت په رسميت نه پېژني.
آ./ا.ا./ن.ص.