امریکا او بريتانيا افغانستان ته ۳۰۰۰ اضافي عسکر استوي
۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کیربي د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه عسکر په کابل کې د امریکا د سفارت پرسونل د ملاتړ په موخه استول کیږي. هغه زیاته کړه چې دغه سرتیري به هوایي ډګر ته د تلونکو او راتلونکو کاروانونو د امنیت ساتنې په برخه کې هم مرسته کوي.
دغه ځواکونه کولی شي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو د ایستلو په برخه کې د بهرنیو چارو له وزارت سره مرسته وکړي.
کیربي وویل چې په مؤقت ډول د ځواکونو د تقویه کولو دغه ګام د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د طالبانو د تازه پرمختګ یا پيش قدمۍ په پام کې نیولو سره د احتیاط په توګه پورته شوی دی. هغه زیاته کړه چې د ځواکونو پياوړی کول د مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت «د تعادل ساتلو» یا د لا زیات خرابیدو د مخنيوي په خاطر په پام کې نیول شوی دی.
په دې منځ کې د بريتانیې د دفاع وزير بن والس هم په لندن کې وويل چې افغانستان ته به خپل ۶۰۰ عسکر واستوي څو هلته ميشت خپل اتباع او خپل افغان کارکوونکي را وباسي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند کیربي بيا ټینګار وکړ چې امریکایي ځواکونه باید په اصل کې د اګست میاشتې تر پایه پورې له دغه هیواد څخه ووځي چې تر اوسه دا پلان په خپل حال پاتې دی.
د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به یو څو سوه تنه امریکایي عسکر تر ټولو په لومړي قدم کې د امریکا د سفارت د ساتنې په موخه هلته پاتې وي. سربیره پر دې په ډیر لږ شمیر کې امریکایي سرتیري به په هوایي ډګر کې موجود وي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان میلادي کال په اوایلو کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی وو. په هغه وخت کې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونه په افغانستان کې موجود ول.
د امریکایي پوځ په حواله د روانې اونۍ تر پيل پورې لا له دغه هیواد څخه د ۹۵ سلنه امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر بشپړ شوی و.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص