1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد د افغان سولې چټکولو په موخه ترکيې ته تللی دی

۱۴۰۰ فروردین ۷, شنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا ځانګړي استازی، زلمي خليلزاد، ترکيې او سيمې ته مخه کړې څو د افغانستان شخړې د پای ته رسولو له پاره د افغان لورو ترمنځ مذاکرات چټک کړي.‌ دغه خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کړې ده.

https://p.dw.com/p/3rH1x
Kabul Afghanistan politische Debatte TV
انځور: Getty Images/W. Kohsar

ولسمشر جو بايدن به پرېکړه کوي چې آيا د می تر لومړۍ نېټې پورې به ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي‌ که نه. د بهرنيو عسکرو د خروج موضوع د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د واکمنۍ پرمهال د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په تړون کې نهايي شوې وه.

د بايدن ادارې په دې وروستيو کې هڅه کړې چې پر طالبانو او د متحده آيالاتو په ملاتړ پر افغان حکومت باندې فشار راولي څو له دغه مهلت مخکې د سولې يو تړون او اوربند رامنځ ته شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې د خليلزاد د سفر په هکله ويلي دي چې «هغه به دواړه لوري په مقدماتي‌ هڅو کې ښکېل کړي چې نتيجه به يې يو دايمي اوربند او يوه پايدونکې او عادلانه سوله وي.»

نوموړي وزارت زياته کړې چې خليلزاد د پنجشنبې په ورځ‌ د خبرو په موخه خپل سفر پيل کړی دی. طالبانو د جمعې په ورځ بيا ‌وويل چې پر بهرنيو ځواکونو باندې بريدونو ته به یو ځل بیا دوام ورکړي، که هغوی تر ټاکل شوي مهلت وروسته په افغانستان کې پاتې شي. بايدن د پنجشنبې په ورځ‌ وويل چې د دغه ضرب الاجل رعايت به ډېر سخت وي، ځکه چې د نورو ۷۰۰۰ ايتلافي ځواکونو خروج هم پکې شامل دی.

طالبانو دا هم ويلي چې له امریکا سره شوي‌ تړون ته ژمن دي چې «تر ټولو منطقي او لنډه لار» ده څو د افغانستان شل کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. د افغانستان جګړه د متحده آيالاتو په تاريخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ده.