1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا سفارت: طالبان د امنيتي ځواکونو کونډې ځان ته نکاح کوي

۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبه

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت پر طالبانو تور لګولی چې د هغو افغان امنيتي ځواکونو کونډې خپلو ځانونه ته په نکاح کوي، چې دوی ته تسلیم شوي وي.

https://p.dw.com/p/3yXm7
Afghanistan Armee-Kommandoeinheit während eines Trainingsprogramms
انځور: DW/S. Tanha

دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې داسې رپوټونه موجود دي، چې طالبان په سر کې امنيتي ځواکونو سره ژمنه کوي چې د تسليمیدو په صورت کې ورته هيڅ څوک زیان نه شي رسولی، «خو کله چې هغوی تسليميږي، د شپې پر مهال تري تم کیږي او کونډې يې له طالبانو سره واده کولو ته اړ ايستل کیږي.»

په اعلاميه کې زياته شوې که چيرې د دغو رپوټونو سموالی ثابت شي نو د طالبانو دغه کړنې «جنګي جنایت ګڼل کیدای شي.» د نړیوالو قوانينو پر اساس، له جنګي اسيرانو سره ناوړه چلند او د هغوی وژل ممنوع دي.

د امریکا سفارت په اعلاميه کې دغه راز ویل شوي چې طالبان باید خپلو جنګیالو ته د دا ډول کړنو اجازه ورنه کړي. په افغانستان کې د امريکا او بريتانيا سفارتونو دغه راز په افغانستان کې د «سمدستي» اوربند غوښتنه کړې ده.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهير پيل شوی طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی او د ګڼ شمیر ولسواليو د نيولو ادعا کوي. په دې منځ کې داسې هم ويل شوي چې په يو شمیر سیمو کې افغان ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د وروستيو میاشتو په جریان کې شدیدو جګړو دغه راز په زرونو کورنۍ خپلو کورنو پريښودو ته اړ کړي او په دې منځ کې ملکي تلفات هم لوړ شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر، يوناما په خپل یو تازه رپوټ کې ويلی دي چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د شدیدو جګړو له کبله د ملکيانو تلفات د تیرکال همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه لوړ شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو دوه ورځې مخکې هم په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې وه.