1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بايدن په ۳۰۶ الکترال رايو سره نور هم مخکې شوی دی

۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبه

امريکايي رسنيو په دوه پاتې آيالتونو کې هم يو ګټونی اعلان کړی چې له مخې يې منتخب ولسمشر بايدن د جورجيا او برحاله ولسمشر ترمپ د شمالي کارولينا آيالت بيا وړی دی.

https://p.dw.com/p/3lHtY
Wilmington Joe Biden President elect Rede Obamacare
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د متحده آيالاتو تر ولسمشريزو انتخاباتو يوه نيمه اوونۍ وروسته د سي ان ان، ان بي سي، ای بي سي او سي بي اس رسنيو په حواله په ټولو پنځوسو آيالتونو کې د ټاکنو پايلې روښانه شوي دي. د دغو معلوماتو له مخې جو بايدن وروستی آيالت جورجيا (۱۶ الکترال رايې) وړی او ولسمشر دونالد ترمپ بيا په شمالي کارولينا آيالت کې بريالی شوی دی (۱۵ الکترال رايې).

د تقريبا ۳۰۶ الکترال رايو په لرلو سره بايدن له برحاله ولسمشر څخه لا مخکې شوی دی. جمهوري پال ترمپ ښايي يوازې ۲۳۲ الکترال رايې تر لاسه کړې وي. کارپوهان البته په دې نظر دي چې دغه پايله ښايي وروستۍ هم وي او نور ډېر تغييرات پکې رامنځ ته نه شي.

د حيرانتيا خبره دا ده چې بايدن د ۳۰۶ الکترال رايو په تر لاسه کولو سره هومره رايې تر لاسه کړې چې ترمپ څلور کاله مخکې ګټلې وې. ترمپ هغه مهال له خپلې «څرګندې بريا» څخه خبرې کولې، خو اوسنۍ پايله د هغه په خبره يوازې د «ټاکنيزو درغليو» له لارې رامنځ ته شوې ده. ترمپ تر اوسه پورې خپله ماتې نه مني.

«د امريکا په تاريخ کې تر ټولو خوندي انتخابات»

خو د متحده آیالاتو د انتخاباتو په هکله د شخړې له کبله اوس پر ترمپ باندې فشار هم په زياتېدو دی. د متحده آيالاتو بېلابېلې ادارې د هغه له خوا د ټاکنيزو درغليو په هکله خپرې کړې آوازې ردوي او د متحده آيالاتو په تاريخ کې له تر ټولو خوندي انتخاباتو څخه خبرې کوي.

د ترمپ‌ وکيلانو بيا په مختلفو آيالتونو کې حقوقي دعوې شروع کړې دي، خو د پراخو ټاکنيزو درغليو يا اشتباهاتو په برخه کې يې هيڅ ډول ثبتونه نه دي وړاندې کړي. د رايه ورکوونکو د رايو په شمېرنه کې بايدن د ترمپ په پرتله پنځه ميليونه زياتې رايې ګټلې دي.‌

USA I Präsidentschaftswahl 2020 I Joe Biden - Donald Trump
انځور: Chip Somodevilla/Getty Images

دموکرات بايدن له دې مخې څه نا څه ۷۸ ميليونه رايې (يعنې ۵۰،۸ سلنه) او جمهوري پال دونالد ترمپ څه نا څه ۷۲،۷ ميليونه رايې (۴۷،۵ سلنه) تر لاسه کړې دي.‌خو د متحده آيالاتو ولسمشر يوازې په غيرمستقيمه توګه د ولس له خوا ټاکل کيږي.‌

په امریکا متحده آیالاتو کې د رايه ورکوونکو رايې د ټاکنو د مجموعې (الکترال کالج) ترکيب تعيينوي چې په دسمبر مياشت کې بيا ولسمشر ټاکي. د خپلې بريا له پاره اړونده کانديد بيا د ۵۳۸ انتخاباتي استازو د الکترال رايو اکثريت ته اړتيا لري.

qu/wa / ن.ص/ خ. ح