1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا ټاکنې، د بایډن احتمالي بریا او افغان تګلاره

۱۳۹۹ آبان ۱۵, پنجشنبه

د امریکا په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن بریا ته د هېلو په ډېرېدو سره د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې خبره هم کیږي. ایا د بایډن په بریا سره د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانېستل کیږي؟

https://p.dw.com/p/3kuic
Kombobild | US-Wahlen 2020 - Donald Trump und Joe Biden
انځور: Jim Watson/AFP

د امریکا په ټاکنو کې لاهم د دیموکرات ګوند نوماند د ۲۶۴ الکټرول کالج رایو په خپلولو سره تر ولسمشر ټرمپ مخکښ دی. سره له دې چې افغان حکومت په رسمي توګه د امریکا په ټاکنو کې د جوبایډن احتمالي بریا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د ولسمشر غني یوه سلاکار شاه حسین مرتضوي، د بایډن د بریا په صورت کې هیله مندي ښودلې.

د کابل – واشنګټن ترمنځ د اړیکو نوی باب

ښاغلي مرتضوي، پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:«که چېرې بایډن د ټاکنو ګټونکی شي، افغانستان به د یو ولسمشر سره چې د وړاندوینې وړ دی، ستراتیژیکه همکاري ولري، د افغانستان اړیکې تعریف شوي او ځواکمنې دي.»

د مرتضوي په ټکو دا اړیکې به د موسمي څپو له امله ضعیفي نه شي.

د بایډن احتمالي بریا او افغان سولې بهیر کې د ژور بدلون امکان

د افغان حکومت دغه جګپوړي چارواکي، د جوبایډن د بریا په صورت کې افغان سولې بهیر کې د ژور بدلون وړاندوېنه هم کړې.

دی ان باوري دی چې د جوبایډن د بریا په صورت کې به افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد هم له دندې لرې شي. هغه ليکلي:«"استازی" به کور ته ولاړ شي، ترڅو د خپلو خاطرو د کتاب دویم ټوک "د سولي په ماموریت کې بن بست" تر عنوان لاندي ولیکي.»

مرتضوي زیاتوي په قطر کې د سولې روان بهیر به هم له یوه لنډ او یا هم اوږده ځنډ سره مخ شي.

د نوموړي په خبره کې د افغان حکومت پلاوي غړی به کابل ته راشي او طالبان به په دوحه کې د خبرو په تګلاره فکر وکړي.

Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

مرتضوي دا هیله هم څرګنده کړې چې د جوبایډن د بریا په صورت کې به له ترهګری او طالبانو سره مبارزه له سره تعریف شي.

هاخوا د افغان پارلمان یوه پخواني غړي عبدالکبیر رنجبر دویچه ویله ته وویل، افغانستان لپاره د امریکا تګلارې نه بایډن جوړې کړي او نه هم ټرمپ. نوموړي په دې اړه زیاته کړې: «خو یو تفاوت شته، هغه دا چې بایډن غواړي په افغانستان کې خپل یو شمېر سرتیري وساتي چې دا نظر بیا طالبانو سره د امریکا هوکړه لیک ته زیان رسوي.»

د جوبایډن د بریا له اړخه د افغان حکومت په کچه دا هیله مندي هم شته چې په افغانستان کې به د امریکا شتون د دوو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په رڼا کې مانا لرونکی او هدفمند شي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني ډيپلوماټ عزیز معارج دویچه ویله ته وویل، هغه مهال چې بارک اوباما واکمن ؤ او جوبایډن یې مرستیال ؤ افغان جګړه ډیره تیزه روانه وه. دی اندېښمن دی چې ښايي بایډن افغانستان کې د سولې پر ځای د جګړې پر سیاست ودریږي.

نوموړي په دې هکله وويل: «که جو بایډن ولسمشر شي، افغانستان ته لویه ستونزه به دا وي چې پاکستان ته به ترجیح ورکوي، حتی ده ویلي چې امریکايي عسکر له افغانستانه وباسي او پاکستان کې به یې ځای پر ځای کوي.»

دغه لندن میشتی پخوانی افغان ډیپلوماټ وايي، د ترهګری د تمویل هغه پړه چې په نړېواله کچه پاکستان ته متوجه ده، خو د بایډن له دریځه داسې ښکاري چې دی به د ملامتی دا بار د افغانستان په اوږو واچوي.

اسماعیل شاکر – کابل