1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادامریکا متحده ایالات

امریکا د ډيجيټلي پيسو يو مشر د پیسو سپینولو په تور نیولی دی

۱۴۰۱ دی ۲۹, پنجشنبه

د چهارشنبې په ورځ امریکايي چارواکو خبر ورکړ چې دوی هانګ کانګ میشته د کریپټو یا ډیجیټیلي پیسو د تبادلې د مرکز څښتن د پیسو د احتمالي سپینولو په تور نیولی دی..

https://p.dw.com/p/4MRGr
Symbolbild Kryptowährung
انځور: Daniel Kalker/dpa/picture alliance

 د دې شرکت مشر په چین کې میشت ۴۰ کلن روسی اناتولی لیګ کودیموف دی او پر هغه تور دی چې د میلیونه ډالرو په سپینولو کې یې نقش درلود
امریکايي چارواکو ویلي چې ۴۰ کلن لیګ کودیموف چې د بیټزلاټو په نامه د ډیجیټلي پیسو یا کریپټو کرنسي د تبادلې د شرکت مشر دی، د امریکا په میامي د امریکايي چارواکو له لوري د میلیونونو ډالرو د سپینولو په تور نیول شوی دی. د چارواکو په خبره، چین میشته دغه روسی وګړی به نن د چهارشنبې په ورځ د خپلو جرمونو له کبله محکمې ته د لومړي ځل له پاره حاضر شي. 

د افریقا بیټ کوین
د افریقا بیټ کوین انځور: DW


د امریکا د لویې څارنوالۍ مرستیالې لیزا موناکو په یوه خبري غونډه کې په داسې حال کې چې د بیټزلاټو شرکت یې د جرمونو د خوندي پټنځای په توګه یاد کړ، وویل: «نن د عدلیی وزارت د ډیجیټلي اسعارو د تبادلې سیستم ته د پام وړ ټکان ورکړ.»

اړوند:د کمپيوټري ارقامو د غلا او خرڅلاو بازار تود دی
هغې وویل: «د شپې، دې ریاست دلته او په بهر کې د مهمو شریکانو سره کار وکړ چې د بیټزلاټو فعالیتونه ودروو، هغه چین میشته ماشین چې دیجیتلي جرمونو او نوې ټکنالوژۍ په مرسته پیسې سپینوي.» هغې زیاته کړه چې له فرانسوي، قبرسي، پرتګالي او هسپانوي چارواکو سره ګډو عملیاتو کې دوی وکول شول چې د بیټزلاټو انترنتي پاڼه بنده کړي.اړوند
لیګ کودیموف په دې تورن دی چې د پیسو د سپینولو او نورو جرمونو د مخنیوی له پاره یې مناسب امنیتی تدابیر نه دي پلي کړي. د بیټزلاټو د شرکت اصلي پیردونکی د هایدرا په نامه یو بل ستر شرکت دی چې تیر میلادي کال د آلماني او امريکايي چارواکو له لوري یې فعالتونه بند شول. دغه انترنتي شرکت، په انلاین بڼه ناقانونه توکي پلورل د بیلګې په توګه د بانکي حسابونو معلومات، د هویت جعلي اسناد او دې ته ورته توکې پکې خرڅلا ته وړاندې کیدل.

 
د امریکا متحده ایالاتو د سترې محکمې د اسنادو له مخې، کودیموف په ۲۰۱۹م کال کې احتمالاً د بیټزلاټو په داخلي اړیکو او چټونو کې ویلي ول چې د دغه شرکت ځینې مشتریان «پیژندل شوي غیر صادق» کسان دي. په تیر کال کې د ډیجیټلي اسعارو د تبادلې ارزښت د لویدو په حال کې دي ځکه چې پر زیاتو دغه راز شرکتونو باندې د جرمي فعالیتونو او جعلي اهدافو له پاره د استفادې تورونه پورې کړل شوي دي.

ایل سلوادور بیټ کوین
ایل سلوادور بیټ کوین انځور: Salvador Melendez/AP Photo/picture alliance

اړوند  د ايران د ملي بانک له څانګې د امانتونو ۲۵۰ صندوقونه غلا شوي
ص.ز/ ن.ز