1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: نړيوال بانکونه کولی شي افغانستان ته پېسې وليږدوي

۱۴۰۰ بهمن ۱۴, پنجشنبه

امريکا ويلي دي چې نړيوال بانکونه د بشري مرستو په موخه افغانستان ته پېسې استولی شي. همدا راز زياته شوې ده چې مرستندويه ټولنې اجازه لري چې د ښوونکو او دولتي روغتيايي چارو کارکوونکو معاشونه پرته د بندیزونو له وېرې ورکړي.

https://p.dw.com/p/46Rq8
Washington: Das US-Finanzministerium - die Staatsschulden steigen
انځور: picture alliance / Jürgen Schwenkenbecher

د امريکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت افغانستان ته د بشري مرستو د رسېدو په موخه د چهار شنبې په ورځ په سپتمبر او دسمبر میاشتو کې د بندویزونو د معافيت په اړه لارښود صادر کړی دی. چېرې چې د ملګرو ملتونو په حواله د هيواد د ۳۹ میلیونه وګړو تر نیمايي ډېر یې له سختې لوږې څخه کړيږي او اقتصاد، ټولنیز خدمات او د زده کړو سيسټم له ړنګېدو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش تېره اوونۍ خبرداری ورکړی وو چې افغانستان «په ډېر حساس حالت» کې دی.

طالبان چې له اوږدې مودې راهيسې د امريکا په تور ليست کې دي او د يوې ترهګرۍ ډلې په توګه یې درجه بندي کړي دي، چې کله په دويم ځل واک ته ورسېدل نو امريکا او نړيوالو بسپنه ورکوونکو د افغانستان په میلياردو ډالر شتمنۍ کنګل کړې او پراختيايې مرستې هم کنګل شوې څو دغه پېسې د طالبانو لاسونو ته ونه رسيږي.

نړيوال بانکونه هم افغانستان ته د پېسو د ليږد په برخه کې محتاط ول او مرستندويه ټولنو هڅه کوله چې د خدماتو او پروژو د فعاله ساتلو له پاره په کافي اندازه پېسې دغه هيواد ته داخلې کړي.

Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

د امریکا د مالیې وزارت ويلي دي چې بانکونه کولی شي په بشري مرستو پورې تړلې راکړه ورکړه ترسره کړي «چې په هغه کې پاکسازي، تسويه حساب، د پېسو د نيغ په نيغه ليږدول او يا شخصي او دولتي بانکونو ته د پېسو سپارلو لارې پکې شامل دي.»

د خزانې وزارت له طالبانو سره چې د حقاني شبکه هم پکې شامل ده، راکړه ورکړه هم تشريح کړې ده چې په دې کې افغانانو ته د مالي مرستو د نيغ په نیغه رسولو، د عمومي مرستو همغږي چې د وارداتو اداره کول او د دفترونو له پاره د ځای ورکولو په اړه هوکړې پکې شاملې دي.

د خزانې وزارت دا هم ويلي دي چې مرستندويه ټولنې اجازه لري چې افغانستان ته د بشري مرستو له پاره نغدي پېسې انتقال کړي او کولی شي روغتيايي کارکوونکو او همدا راز د دولتي ښوونځيو ښوونکو او دولتي روغتونو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)