1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيپال: په سېلابونو او ځمکې ښوېدنو کې ۱۰۴ تنه مړه شوي

۱۴۰۳ مهر ۸, یکشنبه

نیپالي چارواکو د یکشنبې په ورځ وويل چې په سېلابونو او د ځمکې ښوېدنې په پېښو کې لږ تر لږه ۱۰۴ تنه مړه او ۶۴ نور لادرکه دي. حکومت په دغو پېښو کې ټپيانو او اغیزمنو کورنيو له پاره د وړیا درملنې اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4lCYV
د نيپال پلازمینه کتماندو
په نیپال کې ورانوونکي ورښتونه د پنجشنبې په ورځ ناوخته پيل شوي چې تر ډېره ېې شرقي او مرکزي سيمې ځپلي ديانځور: Gopen Rai/AP/picture allince

په نیپال کې ورانوونکي ورښتونه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۲۶مه) ناوخته پيل شوي چې تر ډېره ېې شرقي او مرکزي سيمې ځپلي دي.

د نيپال د پولیسو ویاند دن بهادر کرکي وويل چې د جمعې ورځې راهیسې په مختلفو سیمو کې ۷۳ تنه شدید ټپیان شوي هم دي.

کرکي د آلمان خبري آژانس ته وويل چې «د لادرکه شوو کسانو لټون لا هم ادامه لري، په داسې حال کې چې اغېزمنې کورنۍ امنو ځایونو ته انتقال شوي دي چې دا به څو ورځې وخت ونیسي.»

د پولیسو وسله وال ځواک ویلي چې شاوخوا ۳۲۶۷ کسان له اغیزمنو سيمو امن ځایونو ته انتقال شوي دي.

د تلفاتو له نيمايي ډېره برخه ېې په پلازمېنه کتماندو او شاوخوا ولسواليو کې اوښتي، هغه سيمې چې سېلابونو او ځمکې ښوېدنې سختې ځپلې دي.

ځایي رسنیو وروستي وروښتونه د لسیزو په جریان کې تر ټولو خطرناک ارزولي دي. حکومت په سېلابونو کې د ټپي شوو افرادو او اغیزمنو کورنیو له پاره د وړیا درملنې اعلان کړی دی.

نيپال په ځانګړې توګه د غرنیو سيمو او ګڼو سیندونو په درلودلو د طبيعي پېښو پر وړاندې ډېر زیانمنونکی دی.

(dpa) mks/aa/

له آرشیف څخه پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: