1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

«د ساحل په هیوادونو کي ترهګرۍ په میلیونو کسان بې ځایه کړي»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

په ساحل زون هیوادونو کي د ترهګرۍ له امله د بې ځایه سوو او اړو کسانو شمیر تر ټولو لوړ رقم یعني ۲۹ میلیونو انسانانو ته رسیدلی. د ملګرو ملتو مرستندویه سازمان د معلوماتو له مخي دا د تیرکال په پرتله ۵ میلیونه زیاتوالی ښيي.

https://p.dw.com/p/3sfjl
DW Sendung Global 3000 | Sahel
انځور: WDR

د یونيسف سیمه ایزي مشري ماري پییر پویرییر ویلي چي د کوچنیانو یو بشپړ نسل له ګواښ سره مخامخ دی، زورزیاتی او ناامني د اړینو موادو په رسولو کي د خنډ سبب ګرځي. څه ناڅه ۵۰۰۰ مکتبونه یا تړل سوي او یا هم له فعالیته لویدلي دي چی په نتیجه کي د په سونو زرو کوچنیانو راتلونکې د یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کوي.

په ساحل زون کي یو شمیر ترهګري ډلي فعالي دي چي د نورو ترڅنګ د پراخو وچو سیمو له امله ورسره مبارزه سخته ده.

د کارپوهانو په حواله له ۲۰۱۷م کال راهیسي د ساحل په سیمه کي د اسلامي ډلو له خوا بریدونه اوه برابره زیات سوي دي. پویريیر وايي چي شاوخوا یو اشاریه شپږ میلیونه کوچنیان له سختي سؤتغذي سره مخامخ دي.

د تشدد له امله د بې ځایه سوو کسانو شمیر هم دومره لوړ سوی چي تر اوسه یې ساری نه درلود. د ساحل له مرکزي زون څخه نیولې بیا د چاد د حوضې تر سیند پوري ۵،۳ میلیونه انسانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه له همدې کبله د مرستو د ورکولو ږغ کوي تر څو د یوه بشري ناورین د رامنځته کیدو مخنيوی وسي.

تر اوسه پوري فرانسه د ترهګرۍ پرضد مبارزې ماموریت کي تر ټولو زیات یعني  ۵۱۰۰ پوري عسکر لري. په مالي کي د جرمني په شمول د ملګرو ملتونو ماموریت هم د ثبات د راوستلو په برخه کي په فعالیت بوخت دی.

تر افغانستان وروسته په مالي کي د جرمني ډېر عسکر ځای پر ځای دي. شاوخوا ۱۰۰ سرتیري د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کي، د مالي سرتیرو ته زده کړي ورکوي، ۹۵۵ بیا د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو یوه برخه جوړوي.

GP/NZ/AG