1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسي داخله وزارت: نوو ناقراريو کې ۹۹۴ کسان نيول شوي دي

۱۴۰۲ تیر ۱۰, شنبه

په فرانسه کې په دويمه شپه هم د احتجاج کوونکو لخوا ناقرارۍ رامنځته شوې. دا ناقرارۍ هغه وخت رامنځته شوې، کله چې څو ورځې مخکې د پوليسو لخوا پر يو ۱۷ کلن وژونکی ډز وشو.

https://p.dw.com/p/4TIak
په څلورمه شپه هم په فرانسه کې احتجاجونه وشول
په څلورمه شپه هم په فرانسه کې احتجاجونه وشولانځور: Juan Medina/REUTERS

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ وويل چې تېره شپه يې په ناقراريو کې ۹۹۴ کسان نيولي دي. د دغه وزارت په وينا په اخ و ډب کې ۷۹ پوليس او د ژاندارمري همکاران ژوبل شوي دي.

د فرانسې حکومت په ټوليزه توگه ۴۵ زره پوليس او د ژاندارمري چارواکي د ناقراريو له کبله په امنيت ساتنه مؤظف کړي دي. دا څلورمه شپه وه چې په پرله پسې توگه په فرانسه کې احتجاجونه ادامه لري چې په تاوتريخوالي او اخ و ډب اوښتي دي.

د سه شنبې په ورځ يو ۱۷ کلن هلک ناهل م. د پاريس په باندنۍ نانترې نومي سيمه کې د پوليسو لخوا د ترافيکي کنټرول لپاره راگرځول شوی او د يو پوليس لخوا ورباندې ډز شوی و. دغه واقعه په فرانسه کې د پوليسو د تاوتريخوالي ضد د قوي احتجاجونو لامل شوه.

د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپه کې په ټول هيواد کې تر ۸۷۰ څخه زیات انسانان د چارواکو له خوا ونيول شول. په دغو نيول شوو کسانو کې زيات شمېر ځوانان هم شامل دي.

آ./ا.ا./ن.ص.