1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا حکومت پر اماراتو د اف ۳۵ ډوله جټانو پلورل تائید کړ

۱۳۹۹ آبان ۲۱, چهارشنبه

د امریکا حکومت پر متحده عربي اماراتو د اف ۳۵ ډوله پرمختللو جنګي الوتکو پلور تائید کړ. د نورو جنګي تجهیزاتو ترڅنګ دا ډول ۵۰ الوتکې به تر ۱۰ میلیاردو ډالرو په لوړه بیه پر متحده عربي اماراتو وپلورل شي.

https://p.dw.com/p/3l7tx
Südkorea | F-35A Jet
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/South Korea Defense Acquisition Program Administration

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۰ نیټه) د دغه هیواد کانګرس ته خبر ورکړی دی چې د امریکا حکومت له متحده عربي اماراتو سره د ۳۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د پرمختللو وسلو تړون لاسلیک کړی دی.

په دې تړون کې د ۱۰میلیارده او ۴۰۰ میلیونو په ارزښت ۵۰ اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې شاملې دي. همدارنګه په دې قرارداد کې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د جنګي وسایلو او د نږدې ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۸ بی پيلوټه الوتکو پلور شامل دی.

پمپئو د امریکا د کانګرس استازو ته وویل چې متحده عربي امارات د مودو راهیسې د امریکا مهم «امنیتي شریک» ګڼل کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خبره له اسرائیلو سره د فارس خلیج د هیوادونو د اړیکو عادي حالت ته راوستلو تاریخي موافقې، «د سیمه ایزې تګلارې د مثبت تغیر له پاره د لرلید» فرصت رامنځته کړی دی.

د پمپئو اشاره په اګست میاشت کې له اسرائیل سره د مناسباتو د عادي کولو له پاره د امارات او بحران موافقې ته وه چې د امریکا په منځګړتوب رامنځته شوې ده. په عربي هیوادونو کې سوډان هم له اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادي حالت ته راګرځولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر اماراتو د پرمختللو وسلو د پلور د دلایلو په وضاحت کې وویل چې امریکا متحده ایالات او عربي امارات د ایران په نوم یو «ګډ دښمن» لري.

مخکې تر دې د اسرائیلو حکومت پر اماراتو د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پلور شدید مخالفت کاوه، ځکه په سیمه کې د پوځي ځواک د موازنې خرابیدل یي په خپل زیان بلل. خو د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په دې وروستیو کې وویل چې حکومت یې له اماراتو سره د امریکا له تسلیحاتي تړون سره هیڅ مشکل نه لري.

د امریکا حکومت د اکتوبر میاشتې په پای کې کانګرس پر اماراتو د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو چې رادار یې نه شي کشفولی خبر کړی وو. دیموکراتان چې د استازو په مجلس کې اکثریت تشکیلوي، پر اماراتو د دغو پرمختللو الوتکو د پلور په برخه کې زړه نا زړه دي. دوی مودرنه وسلو ته د عربي هیوادونو د لاسرسي په پایله کې د اسرائیلو د کمزورې کیدو ویره لري.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص