1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که روسیه پر اوکراین برید وکړي پریکړنده ځواب به وکړل شي»

۱۴۰۰ دی ۱۳, دوشنبه

د امریکا ولسمشر له خپل اوکرایني سیال سره د تلیفوني خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې که چیرې روسیې پر اوکراین حمله وکړه، نو امریکا به پریکړنده ځواب ورکړي. اوسمهال د اوکراین په سرحد کې په لکونو روسي پوځیان راټول شوي.

https://p.dw.com/p/454gw
Kombobild Putin, Selenskyj & Biden
انځور: AFP

د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلنسکي سره تلیفوني خبرې وکړې. بایډن د خبرو پر مهال د روسیې د یرغل پر ضد د اوکراین له خپلواکۍ څخه د خپلې ادارې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاندې جین ساکي د دغو تلیفوني خبرو اترو په هکله وویل: «ولسمشر جو بایډن واضح کړې ده چې که روسیه بیا پر اوکراین برید وکړي، نو امریکا او متحدین به یې پریکړنده ځواب ورکړي.»

د سپينې ماڼې ویاندې زیاته کړه چې ولسمشر بایډن «د اوکراین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له پاره د امریکا پر ژمنتیا ټنګار وکړ.» واشنګټن او اروپایي اتحادیي پر مسکو تور لګولی دی چې پر اوکراین یي د برید ګواښ کړی دی.

روسي سرتیرو په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو تر خپل کنترول لاندې راوستلې وو او د هغه وخت راهیسې د دې هیواد په ختیځه برخه کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

دواړو ولسمشرانو پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

جو بایډن تیره اونۍ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم تلیفوني خبرې کړې وې. نوموړي په دغو تلیفوني خبرو کې روسیې ته خبرداری ورکړی و چې که ماسکو پر اوکراین پوځي برید وکړي ډیرې درنې پایلې به ولري. ټاکل شوې ده چې د امریکا او روسیې مشران به د جنورۍ په ۹ او ۱۰ په ژنیف کې په دې اړه خبرې وکړي.

بایډن له زیلنسکي سره په تلیفوني خبرو کې د دې خبرې په اهمیت ټینګار وکړ چې په دې اړوند روانو ټولو مذاکراتو په هکله د اوکراین باخبره ساتل ضروري دي.

د اوکراین ولسمشر هم په خپل یوه تویت کې له ولسمشر جو بایډن سره د تلیفونې خبرو په هکله له اوکراین څخه د هغه د باثباته ملاتړ ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې دواړو مشرانو په اروپا کې د امنیت د ثبات او د کړکیچ د لا پراخیدو د مخنیوي ترڅنګ اصلاحاتو او دیموکراتیکو ارزښتونو ته د ودې ورکولو په هکله خپل نظرونه سره تبادله کړل.

د دیپلوماتیک حل لارې هڅه

ماسکو وايي چې د ناټو له تیري څخه د محافظت په خاطر یي د اوکراین په سرحد کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. ولسمشر پوتین دا غوښتنه هم کړې ده چې اوکراین ته دې د ناټو غړیتوب نه ورکول کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال اوکراین نه هم په ناټو کې د شاملیدو له پاره له کوم بهیر څخه د تیریدو په حال کې دی او نه هم ورته په دغه لویدیځ پوځي ائتلاف کې د شاملیدو بلنه ورکړل شوې ده.

بل لور ته امریکا «د کړکیچ کمولو له پاره د اعتماد سازۍ د اقداماتو او منسک تړون عملي کولو پر دوام او ملاتړ ټینګار وکړ.»

د منسک تړون په اساس د کییف حکومت د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې له بیلتون غوښتونکو څخه د روسیې ملاتړ  ختمولو په بدل کې د سیاسي اصلاحاتو پر عملي کولو رضایت ښودلی دی. دا تړون د آلمان او فرانسې په منځګړیتوب شوی و. 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم خبرداری ورکړی دی چې د روسیې پر ضد نور بندیزونه به «یوه ډیره لویه تیروتنه» وي. تر اوسه پورې دواړه خواوې له ممکنه خطرناک کړکیچ څخه د وتلو له پاره د دیپلوماتیکو هڅو پر جاري ساتلو هم نظره دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص