1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسف: په نړۍ کې نږدې ۳۷ میلیونه ماشومان په تېښته کې دي

۱۴۰۱ خرداد ۲۷, جمعه

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته هیڅکله هم په دومره لوړه کچه ماشومان د شخړو، تاوتریخوالي او نورو کړکیچونو له امله نه وو مهاجر شوي، لکه د ۲۰۲۱م کال په پای کې چې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Cpva
Symbolbilder | Laut UNICEF können Hunderte Millionen Kinder in Schulen nicht Händewaschen
انځور: picture-alliance/dpa/XinHua/S. Zounyekpe

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان (یونیسف) د جمعې په ورځ (د جون میاشتې ۱۷ نیټه) رپوټ ورکړی دی چې ۳۶،۵ میلیونه ماشومان له خپلو کورونو او د استوګنې له سیمو څخه ایستل شوي دي.

له دې جملې ۱۳،۷ میلیونه یي مهاجر او پناه غوښتونکي ماشومان او نږدې ۲۲،۸ میلیونه یې هغه ماشومان دي چې د شخړو او بحرانونو له امله په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

له دې سره په نړیواله کچه د بې ځایه شوو ماشومانو شمیر د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۲،۲ میلیونه زیات شوی دی. د ریکارډ شمیرې لکه په افغانستان او یمن کې د دوامداره شخړو پایله ده.

په ۲۰۲۱م کال کې شاوخوا ۷،۳ میلیونه ماشومان د طبیعي پيښو او افتونو له امله بې کوره شوي دي. یونیسف د ټولې نړۍ له حکومتونو څخه غوښتي دي چې د پناغوښتونکو، مهاجرو او ماشومانو ملاتړ دې لا زیات پياوړی کړي.

په دغه ریکارډ شمیر کې لا د اوکراین بې کوره شوي ماشومان نه دي شامل. په فیبروري میاشت کې پر اوکراين د روسي ځواکونو له یرغل راهيسي تر ۲ میلیونو ډیر اوکرایني ماشومان له هیواده وتلي او شاوخوا ۳ میلیونه ماشومان په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

پر دې سربیره ماشومان او د دوی کورنۍ د شدیدو اقلیمي پيښو، لکه د افریقا په ښکر کې وچکالي او په هند او بنګله دیش کې د سختو سیلابونو له امله بې ځایه شوي دي.

د بې ځایه شوو ماشومانو یو پر دریمه برخه (۳،۹ میلیونه یا ۳۶ سلنه) یې، د افریقا په سویل صحرا،  یو پر څلورمه برخه (۲،۶ میلیونه یا ۲۵ سلنه) یي په اروپا او مرکزي آسیا او ۱۳ سلنه یعنې ۱،۴ میلیونه یي په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې کې ژوند کوي.

ویل کیږي چې نږدې دوه پر دریمه د ټولو مهاجر ماشومانو په ابتدایه یا لومړنیو ښوونځیو کې ثبت او شامل شوي دي، په داسې حال کې چې یواځې یو پر دریمه برخه د تنکیو ځوانانو د لیسې دورې ښوونځي ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه د انساني قاچاق ۳۴ سلنه تشخیص شوي قربانیان ماشومان تشکیلوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز