1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: د افغانستان په محبسونو کي د بندیانو شکنجه دوام لري

۱۳۹۹ بهمن ۱۵, چهارشنبه

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سياسي دفتر یو وار بیا په محبسونو کي د بندیانو د شکنجې خبره کړې ده. د یوناما او ملګرو ملتو د بشر د حقوقو د دفتر په ګډ رپوټ کي د بندیانو د وهلو، برقي شوک یا خوب ته نه پریښولو خبره راغلې ده.

https://p.dw.com/p/3ooah
Gefängnis in Pakistan - Taliban-Gefangene ARCHIV 2001
د ارشیف یو عکسانځور: picture-alliance/dpa/J. Guez

دغه ګډ رپوټ چي نن چهارشنبه (د فبرورۍ دریمه) خپور سوی دی، د افغانستان په محبسونو کي د هغو سلهاوو بندیانو د اظهاراتو پر بنأ جوړ سوی چي د ترهګرۍ یا امنیتي مسایلو سره په ارتباط جرمونو کي نیول سوي او بندیان دي. 

د رپوټ پر اساس خصوصأ د افغان پولیسو او امنیتي قواوو له خوا ساتل کيدونکو محبسونو کي بندیان ډیر شکنجه کیږي، خو بیا د استخباراتي ادارې له خوا کنټرولیدونکو محبسونو کي نسبتأ لږ شکنجه موجوده ده.

د پوښتل سوو بندیانو تقریبأ دریمي حصې یې «په صادقانه ډول سره د شکنجې او بدرفتارۍ اظهار کړی دی.» د هغوی په دغو تورونو کي وهل ټکول، برقي شوک ورکول، خوب ته نه پریښول او حتی جنسي تجاوز شامل دي.

سربیره پر دې کابو هیڅ بندي ته د هغه له حق څخه معلومات نه دی ورکول سوی. په رپوټ کې همدا راز ويل سوي، چي  تورنو کسانو ته تر تحقیقاتو دمخه په اکثريت مواردو کي هیڅ وخت د مدافع وکیل سره د لیدلو زمینه نه ده مساعده سوې. د رپوټ پر اساس بندي کوچنیانو هم شکنجه او تشدد مشاهده کړی دی.

Afghanistan | Angriff auf Gefängnis in Dschalalabad
د ارشیف څخه د جلال آباد د محبس عکسانځور: picture-alliance/dpa/AP/R. Gul

خو په عین حال کي بیا یوناما د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو په مقایسه د شکنجې د تورونو یو لږ څه کموالی تشخیص کړی دی، یعني دا چي شکنجه د ۳۱،۹ فیصده څخه ۳۰،۳ فیصدو ته راکښته سوې ده.

یوناما د دې دلیل د افغانستان د حکومت هغه کوښښونه بولي، چي غواړي په محبسونو کي د شکنجې مخنیوی وکړي.

دا هم په داسي حال کي ده، چي د بشري حقونو سازمانونو له ډیري مودې راهیسي د افغانستان په محبسونو کي خرابو شرایطو ته توجه رااړولې ده. په محبسونو کي د نظافت پر نه مراعتولو باندي هم اکثرأ ډیر انتقادونو کيږي.