1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: افغانستان کې کار ته دوام ورکوو

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

یوناما ویلي، د طالبانو د سختو پریکړو سربیره هم افغانستان کې پاتې کیږي.

https://p.dw.com/p/4QzQd
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت تمدید شوی
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت تمدید شویانځور: Morteza Nikoubazl/REUTERS

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپله وروستۍ اعلامیه کې یوځل بیا د دغه سازمان په دفترونو کې د افغان میرمنو د کار بندیز غندلی دی.

اعلامیې زیاته کړې چې د طالبانو دې پریکړې افغانستان کې اړمنو ته د ملګرو ملتونو د مرستندویانو لاسرسی کمزوری کړی دی.

اعلامیه کې راغلي: «مونږ د طالبانو ددې کړنلارې د امنیت شورا د ۲۰۲۳ میلادي کال د ۲۶۸۱ ګڼې پریکړه لیک په بڼه په یوه خوله محکومولو او افغانستان کې د یوناما او د ملګرو ملتونو د سازمان آژانسونو، صندوقونو او پروګرامونو په دوامداره شتون د دې شورا له ټینګار څخه هرکلی کوو.»

اړوند مطالب:په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ته غبرګونونه

یوناما زیاته کړې چې د طالبانو له دې پریکړې وروسته یې مدنې ټولنې، د ښځو دفاع سازمانونو او مرستندویه بنسټونو سره په پراخ ډول خبرې کړې او ددې بندیز لرې کولو لپاره طالب چارواکو سره خبرو ته ادامه ورکوي.

یوناما په خپله دې اعلامیه کې ویلي لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي د دوحې په ناسته کې اعلان کړه چې دوی باید د افغانستان له خلکو د ملاتړ په موخه هلته پاتې شي او د ټولو ننګونو سربیره هم نه شي کولای چې له تعامل څخه ووځي.