1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

م.م. د واکسين پر نابرابر وېش اندېښنه څرګندوي

۱۴۰۰ فروردین ۷, شنبه

د کرونا ويروس ضد واکسين په نړۍ کې په برابر ډول نه وېشل کيږي. ملګرو ملتونو اوس له دې کبله يوه سياسي بيانيه خپره کړې ده څو دغه حالت بدل شي او دوی د کوواکس په نوم د کرونا د واکسین نړیوال کمپاين يو «وړ ميکانيزم» بللی دی.

https://p.dw.com/p/3rGIc
Palästina COVID-19 | COVAX Initiative | Ankunft der Impfstoffe
انځور: Ayman Nobani/Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه لوی اکثريت يې د کرونا ضد واکسين ته د برابر لاسرسي پلوي کړې ده. يوازې ۱۳ هېوادونو په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په خبره د لبنان په نوښت د دغې سياسي بيانيې ملاتړ نه دی کړی. د هغوی په جمله کې شمالي کوريا، ميانمار، سوريه، د مرکزي افريقا جمهوريت، سويلي سودان او سېشل ټاپوګان هم راځي.

د دغې بيانيې لاسليک کوونکي «ژوره اندېښنه» څرګندوي چې د ټولو نړيوالو تړونونو، هلو ځلو او بيانيو خلاف د کوويد-۱۹ په وړاندې د واکسينو وېش ډېر نابرابر صورت نيسي، نه يوازې د هېوادونو تر منځ، بلکې په هېوادونو کې دننه هم دغه نامساوات صورت نیسي.

له دې کبله لاسليک کوونکي هېوادونه ځانونه مکلف بولي چې له واکسين سره د «نړيوالې عامې شتمنۍ په څېر چلن وشي» او ټولو ته د عادلانه او منصفانه لاسرسي تضمين ورکړي. په دې موخه په ياد متن کې د کوواکس په نوم د کرونا د واکسین نړیوال کمپاين يو «وړ ميکانيزم» بلل شوی دی.

کوواکس هم ستونزې لري

اصلا کوواکس غوښتل چې د می مياشتې تر پای پورې تقریبا سلو غريبو هېوادونو ته څه نا څه ۲۴۰ ميليونه دوزه د کرونا واکسین ولېږي. خو دغه هڅه له دې کبله ناکامه شوه چې د هند د سېروم د انستيتوت په نوم د واکسينونو يوه جوړونکي شرکت له ستونزو سره مخامخ شوی دی. دغه انستيتوت د آسترازنيکا واکسين توليدوي او د خپل داخلي بازار سربېره کوواکس ته هم واکسينونه په اختيار کې ورکوي. خو دا چې په هند کې خپله د کرونا واکسينو ته ډېره اړتيا ده، نو د نوي ډهلي حکومت اوس مهال د دغو واکسینو صادرات بند کړي دي.

Schweiz Genf | WHO Direktor Tedros Adhanom Ghebreyesus
انځور: Martial Trettini/KEYSTONE/picture alliance

بل لوري ته د روغتيا نړيوالې ادارې په شتمنو هېوادونو باندې غږ کړی دی چې هر څومره زر د غريبو هېوادونو له پاره د واکسين د دوزونو په بڼه بسپنې برابرې کړي. د روغتيا د نړيوالې ادارې مشر، تيدروس ادهانوم غيبريسوس، په ژنيو کې وويل چې د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې د کرونا ضد لس ميليونو دوزه واکسین ته اړتيا ده. له دې لارې کېدای شي هغه هېوادونه هم واکسيناسيون پيل کړي چې د اپريل مياشتې تر پيله پورې ورته اصلا د اوسنيو شرايطو له مخې د واکسيناسيون مواد نه لېږل کيږي. د روغتيا د نړيوالې ادارې په حواله ۳۶ هېوادونو ته تر اوسه پورې د کرونا ضد واکسین يو دوز هم نه دی رسېدلی.  

زموږ له آرشیف څخه: