1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«یواځې له نارینه کارې ډلو سره کار نه کوو»

۱۴۰۲ خرداد ۲, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې د فرمانونو، حکمونو او له ښځو سره د روان چلند موخه داده چې هغوی په سیستماتیک ډول له ټولنیز ژوند څخه واېستل شي.

https://p.dw.com/p/4Rh5C
امریکا/ نیویارک/ ملګري ملتونه
امریکا/ نیویارک/ ملګري ملتونهانځور: Ed Jones/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې، په نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار بندیز یواځې یوه ناسمه تګلاره نه، بلکې د ژوند پای دی.

دغه سازمان ویلي دي چې د اپریل له څلورمې نیټې یې ټول افغان کارکوونکي (نارینه او ښځینه) له کوره کار کوي. اعلامیه زیاتوي: «زموږ اویا سلنه کارکوونکي ښځې دي، چې پینځه پنځوس سلنه یې افغان مېرمنې دي.» د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر خبرداری ورکوي چې «موږ به یوازې د نارینه ټیمونو سره کار ونه کړو.»

ملګري ملتونه وايي، دا سازمان په افغانستان کې په بې ساري ډول له ننګونو سره مخ دی، چې ان د نړۍ په هیڅ هېواد کې یې دغسې ننګونې نه دي تجربه کړي.

اړوند مطالب:په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ته غبرګونونه

د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر ژمنه کړې ده چې د افغان نجونو او ښځو د ژوند ښه کېدو له پاره به هر ممکن ګام واخلي.

طالبانو د ښځو پر زده کړو او تحصیل تر بندیز وروسته د روان ۲۰۲۳م کال د اپریل میاشتې راهېسې په ملګرو ملتونو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.