1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او ملګري ملتونه د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۸, جمعه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ملګري ملتونه باید افغان کشاله کې د مشرۍ رول ولوبوي.

https://p.dw.com/p/4Qf9P
بلینکن په استانه کې
بلینکن په استانه کېانځور: Olivier Douliery/REUTERS

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن په واشنګټن کې ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتریش سره یې د نورو نړېوالو موضوعاتو ترڅنګ پر افغان موضوع هم خبرې کړي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «مونږ په سوډان کې د وضعیت خرابیدو او افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه په وروستیو پرمختګونو بحث وکړ.»

بلينکن په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې امریکا افغانستان کې د ښځو زده کړو، کار او ټولګډونه حکومت په اړه د ملګرو ملتونو ملاتړ کوي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو تازه پریکړه لیک صادر کړی چې له مخې یې له طالبانو غوښتنه شوې چې پرښځو لګیدلي ټول بندیزونه لغوه کړي. 

اړوند مطالب:د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک مسوده: طالبان دې د ښځو پر کار بندیز لغوه کړي

دا پریکړه لیک متحده عربي اماراتو او جاپان چمتو کړی او د پنجشنبې پر ورځ د رایو په غوڅ اکثریت تصویب شو.

د نړۍ تر ۹۰ ډېرو هېوادونو له دغه پریکړه لیک څخه ملاتړ کړی، چې پکې پر ښځو د زده کړو او کار بندیز غندل شوی دی.