1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. سرمنشي: د ټولو افغانانو د زده کړې حق دې وساتل سي

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش د کابل په يوه تعليمي مرکز کې د خونړي بريد وروسته دا څرګندونې کړي دي. هغه د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو ږغ کړی چي د ټولو تعليم د حق محافظت دې وکړي.

https://p.dw.com/p/4HccG
د ملگرو ملتونو سرمنشي گوتېريش
د ملگرو ملتونو سرمنشي گوتېريشانځور: Brendan McDermid/REUTERS

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش د افغانستان واکمنان مخاطب کړي او ويلي يې دي: «هغه چارواکي چي په حقيقت کي واکمنان دي، هغوی بايد و تعليم ته د ټولو افغانانو د لاسرسي محافظت وکړي، بې له فرق څخه چي څوک د کوم قوم يا جنسيت سره تړاو لري.» نوموړي دا څرګندونې د جمعې او شنبې د ورځي په منځنۍ شپه پر خپله ټويټر پاڼه خپرې کړې.
په کابل کې خونړی برید په ملي او نړېواله کچه وغندل شو

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۳۰نېټه) د کابل په دشت برچي سيمه کي يو خونړی بمي بريد تر سره سو. په دغه سيمه کي اکثريت اوسېدونکي شعيه مذهبه هزاره ګان دي. بريد د کاج په نوم پر هغه تعليمي مرکز وسو چيري چي ګڼ شمېر زده کوونکي د کانکور د امتحان لپاره په زدکړو بوخت ول.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د کاج هاير ايجوکېشنل سنټر په نوم تعليمي ادارې کارکوونکو ويلي دي چي دوو ځانمرګو بريدګرو لومړی د مرکز دوه ساتونکي پر دروازه ووژل او بيا مرکز ته ننوتل. زياته سوې چي بريدګرو له دې مخکي چي ځان په ټولګي کي والوزوي پر حاضرو شاګردانو ډزي هم وکړې. په بريد کي د وژل سوو تر څنګ په لسونو کسان ژوبل سوي هم دي چي اکثريت يې انجوني دي.

د دغه بريد د تر سره کولو مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستی، خو په تيرو وختونو کي ورته خونړي بريدونه د داعش ډلې له خوا تر سره سوي دي.

د کوم وخت راهيسي چي توندلاري طالبان په افغانستان کي پر واک راغلي دي، هغوی له شپږم ټولګۍ پورته پر انجونو د ښوونځيو دروازې تړلي دي. بعضي خصوصي تعليمي ادارې و انجونو ته امکانات برابروي چي خپلو زدکړو ته ادامه ورکړي چي بيا وروسته وکولای سي په پوهنتون کي داخله واخلي. طالبانو لا تر اوسه دا ډول خصوصي تعليمي ادارې نه دي بندي کړي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.