1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا واکسین ۷۵ سلنه یوازې په لسو هیوادونو کې تطبیق شوی

۱۳۹۹ اسفند ۱, جمعه

ملگرو ملتونو د واکسین په ویش او تطبیق کې پر نابرابریو نیوکه کړې ده. هغه ویلي دي چې په مجموع کې ۷۵ سلنه واکسینونه د نړۍ یوازې په لسو هیوادونو کې تطبیق شوي دي. ۱۳۰ هیوادونو تر اوسه حتی یو دوز واکسین هم نه دی ترلاسه کړی.

https://p.dw.com/p/3pbvW
New York António Guterres  UN-Konferenz zu Frauenrechten
انځور: UN

د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوتیریش د دغه سازمان د امنیت شورا د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په انلاین غونډه کې د کرونا وبا پر وړاندې د واکسیناسیون پر یوه نړیوال پروګرام ټینګار وکړ.

انتونیو ګوتیرش ویلي دي: «له ویروس سره د مبارزې په برخه کې ډیره نابرابري کیدای شي د ځمکې ټوله کره له خطر سره مواجه کړي.» نوموړي ویلي دي چې تر اوسه پورې د واکسين د تطبيق ۷۵ سلنه يوازي په لسو هیوادونو کې شوې او ۱۳۰ هیوادونو د کرونا هیڅ واکسین نه دی ترلاسه کړی.

ګوتیرش خبرداری ورکړ چې که په فقیر او د پرمختیا په درشل کې هیوادونو کې د کرونا ویروس د پراختیا مخه ونه نیول شي، دغه ویروس به په پرله پسې ډول خپله بڼه بدله کړي. نوموړي زیاته کړې ده: «د دې ویروس نوي ډولونه کیدای شي لا زیات ساري او مرګوني وي او احتمالاً د موجوده واکسینونو اغیزمنتوب له خطر سره مخامخ کړي.»

ګوترش ویلي دي چې د G20 ډله یا د سترو صنعتي او صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونه په نړیواله کچه د واکسیناسیون پروګرام د عملي کولو له پاره د یو کاري ډلې د رامنځته کولو په برخه کې په تر ټولو ښه وضعیت کې دي. نوموړي له داسې یوه پروګرام څخه د ملګرو ملتونو سازمان د بشپړ ملاتړ اعلان وکړ.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل: «په هغه صورت کې چې تضمین ونه کړو چې ټول اړ کسان واکسین ته لاسرسی پيدا کوي، پر دغې وبا به برلاسې نه شو.» ماس همدارنګه د «کوواکس» یا د کرونا واکسین پر وړاندې د مبارزې نړیوال ابتکار پر اهمیت هم ټینګار وکړ چې د کرونا واکسین د عادلانه ویش، په ځانګړي توګه د بې وزله هیوادونو له پاره کار کوي.

دا نوښت د روغتیا نړیوال سازمان، د واکسین ائتلاف «کاوی» او د «سي ای پي آی» ائتلاف له خوا په ګډه پر مخ وړل کیږي. ماس ویلي دي چې آلمان په ۲۰۲۰م کال کې ۶۰۰ میلیونه یورو د دې نوښت په اختیار کې ورکړي دي او په دې ترتیب سره تر اوسه پورې دریم لوی تمویلونکی دی.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز