1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ته د امنيت په موخه د ميليونو ډالرو د ورکړي وړانديز

۱۴۰۰ دی ۱, چهارشنبه

د يوه افشا شوي سند او يوې سرچينې په حواله ملګرو ملتونو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ته په افغانستان کې د دې ادارې د امنيت ساتنې له پاره د کابو ۶ ميليونو ډالرو د ورکړي وړاندیز کړی دی.

https://p.dw.com/p/44ghB
Afghanistan Bildergalerie Nach Abzug der Truppen
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images

د ملګرو ملتونو د دې وړاندیز په حواله به دغه په میليونو ډالر د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ته ورکول کیږي چې سرپرست یې د امريکا او ملګرو ملتونو په تور ليست کې شامل دی او د امريکا استخباراتي ادارې «اف بي آی» ته مطلوب کس دی.

په دغه سند کې چې رويترز خبري آژانس ليدلی دی، راغلي دي چې وړاندیز شوې پېسې به په راتلونکي کال کې د هغو طالب جنګيالو د معاش په توګه ورکول کيږي چې د ملګرو ملتونو د دفترونو ساتنه کوي. همدا زار به له پخواني حکومت سره د ترسره شوي يوه توافق د غځولو له مخې دې جنګيالو ته د خوراک مياشتنی مصرف هم ورکول کيږي.

دا پلان په داسې حال کې وړاندې کيږي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسيدو او د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته ناامني دوام لري او همدا راز د بهرنيو مرستو دريدو دغه هيواد او د هغه نوي واکمنانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو مرستيال وياند فرحان حق د پيسو د ورکړې د دغه وړاندیز په اړه رويترز خبري آژانس د پوښتنې په ځواب کې د برېښنا ليک له لارې ويلي: «ملګري ملتونه مکلف دي چې په هغو هيوادونو کې چې کارکوونکي یې په ناامنه شرايطو کې کار کوي، د کوربه هيواد وړتياوې لوړي او بشپړې کړي.» نوموړي طالبانو ته د دوی د دفترونو د امنيت د ټینګولو په موخه د پيسو د ورکړې وړاندیز يا د دې سند محتوا رد نه کړه.

خو يو شمير شنونکو دا پوښتنه را پورته کړې چې د ملګرو ملتونو له خوا د پيسو د ورکړې دا وړاندیز خو به د امريکا او ملګرو ملتونو له خوا پر طالبانو او د هغوی پر مشرانو د لګول شويو بندیزونو سره په ټکر نه وي؟ او دا چې آیا ملګري ملتونه به د دې وړتيا ولري څو لټه وکوله شي چې دا پيسې خو به د نورو موخو له پاره نه مصرفيږي؟

يوې سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، وويل: «خبره داده چې هيڅ مناسب نظارت موجود نه دی.»

د ملګرو ملتونو او امريکا په تور ليست کې پر نورو سربيره د طالبانو مرستیال مشر او د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني هم شامل دی. نوموړی د طالبانو د حقاني شبکې مشر دی چې په دې تېرو دوو لسیزو کې د ترسره شويو يو شمیر خونړيو بريدونو پړه پر غاړه لري.

امریکا متحده ایالاتو چې وايي حقاني له القاعدې سره هم نژدې اړيکي لري، د نوموړي د نيولو له پاره د لس ميليونو ډالرو انعام هم ټاکلی دی.

فرحان حق همدا راز وويل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر «يوناما» بودجه هم «دمګړۍ تر غور لاندې ده» خو دا ماموريت به پر ځای پاتي شي. خو نوموړي په دې اړه څه و نه ويل چې آیا وړاندیز شوې پيسې به د امريکا متحده ایالاتو د بندیزونو سره په ټکر کې وي او که څنګه.

چین د طالبانو ضد بندیزونو کې له بشردوستانه استثناو سره مخالفت وکړ

د امریکا د خزانې وزارت يوه چاواکي ويلي دي چې طالبان او حقاني شبکه به د امريکا حکومت د ترهګرۍ ضد مبارزې په چوکاټ کې تر بندیزونو لاندې پاتې شي او همدا راز د ترهګرۍ ضد دغه تګلاره د دې اجازه ورکوي چې هغه کسان چې د دوی ملاتړ کوي «د امريکا له خوا د بندیزونو له خطر سره به مخامخ شي.»

دغه چارواکي چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، د ملګرو ملتونو پر وړاندیز هیڅ تبصره ونه کړه.

د خوراکي توکو کمښت او د اقتصاد سقوط

وړاندیز شوي پيسې به طالبان د دې جوګه کړي چې په کابل کې او د لسو ساحوي دفترونو د کابو۳۵۰۰ پرسونل د ساتنې خپل ظرفيت لوړ کړی. يو شمير هيوادونه هڅه کوي چې د افغانستان د میليونو وګړو سره چې له لوږې سره مخامخ دي، مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه سند وايي چې د وړاندیز شويو پيسو څلور میليونه ډالر به په افغانستان کې د فعالو ادارو له خوا د ۲۰۲۲ د بودجې له پاره په شريکه توګه په کار ولويږي او د (SOMA) توافق په چوکاټ کې به د ملګرو ملتونو د پرسونل په مقابل کې د کوربه هيواد د امنيتي مسئوليت د پرځای کولو له پاره وکاريږي.»

« SOMA» د افغانستان له پخواني حکومت سره د ملګرو ملتونو يو توافق دی چې له مخې یې ملګري ملتونه د کورنيو چارو وزارت د هغو پوليسو مصارف پر غاړه اخلي چې د ملګرو ملتونو د دفترونو ساتنه کوي.

په سند کې راغلي دي چې نور کابو دوه ميليونه ډالر اضافي پيسې به د يوناما له لارې د ورته خدمتونو له پاره مصرف شي.

د ملګرو ملتونو مرستيال وياند فرحان حق وويل: «د ملګرو ملتونو سيستم د هغه پرسونل معاشونه تضمینوي چې اړين امنيتي خدمات ترسره کوي چې د کارکوونکو او تاسيساتو د ساتنې او فعاليت له پاره ډېر مهم دي او همد راز د هيواد په بېلابيلو برخو کې د هغوی د حرکت پر وخت هم.»

نوموړي وویل دا فنډ يا پيسې نېغ په نېغه ترلاسه کوونکي ته رسيږي او هیڅ چارواکی پکې دخیل نه وي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)