1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو پر طالبانو د ښځو د حقونو د ساتنې غږ کړی دی

۱۴۰۰ بهمن ۷, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر طالبانو د ښځو او ماشومانو د بنسټیزو بشري حقونو د ساتنې غږ کړی دی. نوموړي همدا راز له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي او کنګل شوې شتمنۍ یې آزادې کړي.

https://p.dw.com/p/469Ce
United Nations Generalsekretär Antonio Guterres
انځور: John Minchillo/AP/picture alliance

انتونيو ګوتېرش د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې «افغانستان په يوه ډېر حساس پړاو» کې قرار لري، په داسې حال کې چې په میليونو بې وزله وګړي یې په سخت ناوړه بشري وضعيت کې د ژوندي پاتيدو له پاره مبارزه کوي.

نوموړي دغه غونډې ته وويل: «موږ پر طالبانو غږ کوو چې له فرصت ګټه پورته کړي او د نړېوالې ټولنې د باور د ترلاسه کولو هڅه وکړي، ښه نيت ښکاره کړي او ښځو او نجونو ته د هغوي ټول بنسټيز بشري حقونه ورکړي څو په رسميت وپيژندل شي.»

نوموړي په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ښځو د خپلسري نيولو په اړه هم انديښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «زه په کلکه د هغوی د آزادولو غوښتنه کوم.»

ګوتېرش په عين حال کې زياته کړه چې «زه پر نړيواله ټولنه غږ کوم چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه ګامونه» پورته کړي، په واشنګټن کې د هغو مرستو د آزادولو په ګډون چې د نړيوال بانک او امریکايي حکومت له خوا کنګل شوي دي.

پر نړيوالو د مرستو غږ

نوموړي د امنيت شورا ته وويل چې تر نيمايي ډېر افغانان «له سختې لوږې» سره مخ دي او «ځينې کورنۍ د خوراکي توکو د رانيولو له پاره خپل نوي زيږيدلي ماشومان خرڅوي.»

په امنيت شورا کې د چين استازي زانګ ژون، د هغې ښځې يادونه وکړه چې د «خپلې کورنۍ د نفقې له پاره یې خپلې دوې لوڼې او يو پښتورګی پلورلی وو.»

هغه وويل چې «دا يوه انساني تراژيدي ده» او پر واشنګټن یې ټينګار وکړ چې «يو اړخیز بندیزونه» لغوه کړي او د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ديبورا لاينس، د ويديويي تماس له لارې غونډې ته وويل چې ملګري ملتونه د «هغو بندیزونو د نرمولو» له پاره هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي چې [د افغانستان] اقتصاد زیانمنوي او اړينو خدماتو ته د رسولو په لاره کې خنډ دي.

ګوتېرش نړيوالو مرستندويه سازمانونو او بسپنه ورکوونکو ته وويل چې «اړتیا ليدل کيږي چې د افغانستان له اقتصاد سره د نغدو پېسو په ډېرولو سره مرسته وکړو. د نوموړي په خبره په دې کې د افغانستان د بيارغونې له پاره د نړيوال بانک د مرستو هغه ۱،۲ میليارده ډالر هم شامل دي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې کنګل شوي دي. هغه وويل: «بې له کوم ګامه به انساني ژوندونه ضايع شي او نااميدي او ترهګرۍ به وده وکړي.»

طالب چارواکو په همدې وروستيو ورځو کې په اوسلو کې د لوېديځو ځواکونو له استازو سره خبرې وکړې څو د بشري بحران يادونه وکړي. لوېديځو ديپلوماتانو له افغانستان سره بشري مرستې د بشري حقونو د وضعيت په ښه والي پورې وتړلې.

د ناروې د لومړي وزير په مشرتوب دا شورا چې دمګړۍ یې هېواد د ملګرو ملتونو د ۱۵ غړيو د دې شورا دوره يي مشري کوي، په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان د سياسي ماموريت د روښانولو هڅه وکړه. د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ماموریت موده د مارچ پر ۱۷مه نيټه پوره کيږي او په دې اړه بايد ارزونه او کتنه ترسره شي.  

ب. ص/ خ.ح (AFP)