1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهاوکرایین

م.م. روسي او اوکرايني ځواکونو «زندانيان اعدام» کړي دي

۱۴۰۲ فروردین ۵, شنبه

ملګرو ملتونو ويلي دي چې داسې شواهد يې موندلي چې له مخې يې د روسيې او اوکراين ځواکونو د جګړې له محاذ دباندې بنديان اعدام کړي دي. اوکراين پر قربانيانو له تور لګولو خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4PEkO
دواړو اړخونو د جنگي اسيرانو تبادله هم کړېده
دواړو اړخونو د جنگي اسيرانو تبادله هم کړېدهانځور: RUSSIAN DEFENCE MINISTRY/ REUTERS

د اوکراين په پلازمېنه کيف کې د بشري حقونو د څار لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر رئيسې، ماتيلدا بوګنر د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۴ نېټه) خپل يو راپور وړاندې کړ. هغې وويل چې روسي او اوکرايني ځواکونو اسيران وژلي او شکنجه کړي دي.

په کيف کې د ملګرو ملتونو د ياد دفتر له خوا له هغه څخه لږ وخت وروسته دا تورونه رابرسېره کړل شول، کله چې کيف پر روسيې د يو اوکرايني اسير د وژلو تور ولګاوه. کيف ويلي ول چې روسي ځواکونو يو نيول شوی اوکرايني چارواکی په ډزو وژلی او د دغه ويډيو يې جوړه کړېده. ويل شوي ول چې په ويډيو کې ښودل کيږي چې اوکراينی اسير څنګه مخکې د «اوکراين زنده باد» شعار ورکوي.

په کيف کې د ملگرو ملتونو له خوا د بشري حقونو د څار د دفتر رئيسه، ماتيلدا بوگنر
په کيف کې د ملگرو ملتونو له خوا د بشري حقونو د څار د دفتر رئيسه، ماتيلدا بوگنرانځور: Yuliia Ovsiannikova/Avalon/Photoshot/picture alliance

«د ۲۵ روسي اسيرانو ډليز اعدام»

ماتيلدا بوګنر ويلي دي چې ادارې يې د دواړو اړخونو له خوا اعدامونه ثبت کړي دي. هغه د جمعې په ورځ په کيف کې يوه خبري کانفرانس ته د وينا پر وخت وويل: «موږ د وسلوالو اوکرايني ځواکونو لخوا د ۲۵ روسي جنګي اسيرانو د ډليز اعدام راپور په ژوره توګه اندېښمن کړي يو.» هغې زياته کړه: «داسي څه اکثراً د جګړې په ډګر کې د نيولو پر مهال سمدلاسه ترسره شوي.»

دغه هم ولولئ: جان کربي: ایران روسیې ته په سلهاوو بې پيلوټه الوتکي ورکړي

د م.م. د یاد دفتر رئيسې وويل چې د اوکرايني چارواکو لخوا په پنځو مواردو کې د پلټونو له جريان څخه خبره ده چې د ۲۲ قربانیانو په هکله دي. هغې زياته کړه: «خو موږ د عاملينو د محاکمې په هکله معلومات نه لرو.»

بوګنر د وسلوالو روسي ځواکونو لخوا د ۱۵ اوکرايني اسيرانو د نيول کېدو وروسته د هغوی د ادعا شوو اعدامونو په تړاو هم «ژوره» اندېښنه وښوده. هغې وويل چې د واګنر اجيره ډله چې ادعا کوي چې پر بخموت باندې د روسي تعرض مشري کوي، له يادو اعدامونو څخه د ۱۱ وژنو مسؤل دی. د بخموت محاذ پر اوکراين د روسي د تعرض تر ټولو اوږد او خونړی محاذ بلل کيږي.

ماسکو او کيف د جګړې له تېر يو کال د پېل راهيسي په دوامداره توګه یو پر بل د جنګي اسيرانو او زندانيانو سره د ناوړه چلن کولو تورونه لګوي.

د اوکراين د باندنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ياد راپور په غبرګون کې ويلي دي چې دا ورته د منلو نه دي چې د تېري قربانيان دي مسؤل ونيول شي.

«د غچ اخيستنې لپاره»

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د دفتر لخوا په خپاره شوي راپور کې ادعا شوې چې اوکرايني نظامي پرسونل زندانيانو ته د وژلو تهديد کړی، هغوی ته يې داسې احساس ورکړی چې ګواکې هغوی اعداميږي او ورته ګواښونه يې کړي دي چې ګواکې ورباندي جنسي تېری کوي. د دغه راپور له مخې بعضې وهل ټکول د «غچ اخيستنې» په مقصد تر سره شوي.

د راپور له مخې اوکرايني چارواکو د روسي زندانيانو د وهلو پر وخت هغوی ته ويل چې «دا د بوچا بدل دی». د راپور پر اساس ورته په دې تړاو معلومات روسي زندانيانو وړکړي دي. بوچا هغه اوکراينی ښار دی چې ورباندې د روسي تعرض پر وخت پر روسي اړخ د زياتو ظلمونو تورونه ولګول شول.

دغه هم ولولئ: بريتانيا: روسيه په اوکراين کي خپلو سترو موخو ته ژر نه رسیږې

په راپور کې د يو روسي زنداني نقل قول راوستل شوی دی چې وايي ورڅخه د تحقيقاتو کولو پر وخت په وينو د لړلي تبر لاس ښودل شوی او دی په بېرول شوی و. دغه زنداني ويلي دي چې د تحقيق پر وخت ورڅخه شپږ ځله د برېښنا له ټکان یا شاک څخه کار واخيستل شو، دا هغه وخت کله چې به تحقيق کوونکو فکر وکړ چی رشتيا نه وايي.

په راپور کې د جګړې د اوکرايني اسيرانو نقل قولونه هم راوړل شوي دي. هغوی ويلي دي چې هغوی د اسيرتوب په جريان کې شکنجه شوي، د جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، او د غذا او اوبو د کمښت سره مخامخ کړل شوي دي. د هغوی په وينا د دوی د طبي مراقبت کولو څخه هم ډه ډه شوې ده. دغو اسيرانو ويلي دي چې د دې لپاره چې له دوی څخه معلومات ترلاسه کړل شي، دوی شکنجه شوي او ورسره بد وضعيت شوی دی.

د روسيې لخوا د اسير نيول شوو اوکرايني عسکرو د خلاصون لپاره په کيف کې احتجاج
د روسيې لخوا د اسير نيول شوو اوکرايني عسکرو د خلاصون لپاره په کيف کې احتجاجانځور: Anastasia Shepeleva/DW

«د ګوتو، پوزو، پښتيو، لاسونو او پښو ماتول»

اوکرايني زندانيانو ويلي دي چې هغوی په يوم وهل شوي، په تېره څيزونه لکه چاقو وهل شوي، ورته د برېښنا شاکونه ورکول شوي او هغوی غړغړه کړل شوي دي. د راپور له مخې له دغو څخه بعضو خپل غاښونه او ګوتي بايللي او پښتۍ او پوزې يې ماتې کړل شوي دي.

يو اوکرايني زنداني ويلي دي: «موږ نه يوازې دا چې وهل شوي يو، بلکه موږ يې بالکل مات کړي يو. هغوی زموږ په وهلو کې له سوکانو، لغتو، سوټيانو او برېښنايي شاک ورکوونکو آلاتو څخه کار اخيستی. په راپور کې د يو کس نقل قول راوستل شوی چې ويلي يې دي داسې کسان یې ليدلي چې پښې او لاسونه يې ورمات کړل شوي ول.

دغه هم ولولئ: بایډن: د هاګ محکمې د پوتین د نیولو په اړه سمه پریکړه کړې ده

د اوکراين په پارلمان کې د بشري حقونو کميسار ديميترو لوبينېتس د جمعې په ورځ وويل چې د ملګرو ملتونو لخوا پر اوکرايني ځواکونو لګول شوو تورونو «حيران» کړی دی. هغه وويل چې د دغه راپور د خپرولو مخکې ورته هيڅ احوال نه و ورکړل شوی. هغه پر تليګرام ليکلي دي چې غواړي ټول هغه شواهد او اسناد وپېژني چې پر اساس يې د ملګرو ملتونو دفتر يادې نتيجې ته رسېدلی دی.

د اوکراين د باندنيو چارو د وزارت له خوا هم د جمعې په ورځ غبرګون وښودل شو. دغه وزارت په يوه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه د هغوی د کار له کبله مننه کړې خو زياته کړې يې ده چې توقع لري چې «د ملګرو ملتونو دفتر به داسې اقدام نه کوي چې د تېري کوونکي او قرباني د يوشانته کولو معنی ورکولای شي.»

آ./ا.ا./ا.خ.ح.