1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي نړیوال د جگړې پرضد مظاهرو ته راوبلل

۱۴۰۱ فروردین ۴, پنجشنبه

د اوکراین ولسمشر له نړیوالو غوښتي چي د هیواد د ملاتړ او سولي له پاره مظاهرې وکړي. په روسیه کي پر رسنیو باندي د څار ادارې، د «غلطو اطلاعاتو د خپرولو» له امله، گوگل نیوز ته لاس رسی محدود کړی دی.

https://p.dw.com/p/48y3e
Ukraine | Wolodymyr Selenskyj in Kiew
انځور: Ukrainian Presidential Press Office/dpa/picture alliance

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي له نړیوالو غوښتي دي چي نن پنجشنبه «د مارچ ۲۴ مه» چي پر اوکراين د روسيې د يرغل يوه مياشت پوره کيږي، د جگړې پرضد په ښکاره اعتراض لاس پوري کړي.

هغه په ویدیويي پيغام کي چي په انگلیسي ژبه په تلگرام کي خپور سو، نړیوالو ته وویل: «له خپلو ادارو، کورونو، مکتبونو او پوهنتونونو څخه راووزي. د سولي په نوم او د اوکراین له سمبولیکو څیرو سره په گډه سړکونو ته راووزي، ترڅو له دغه هیواد، له آزادۍ او له ژوند څخه ملاتړ وکړي.»

یوینسف: هره ثانیه یو ماشوم له اوکراین څخه تښتي

د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ ادارې یونیسف، د اوکراین جگړه د اروپا د کوچنیانو له پاره د دوهمي نړیوالي جگړې راهیسي یو ستر ناورین بللی.

د نوموړي سازمان آلماني مشر کریستیان شنایدر، له "آگسبورگر آلگماینه" رسنۍ سره په خبرو کي څرگنده کړې ده چي »هره ثانیه یو ماشوم له اوکراین څخه تښتي«.

د هغه په وینا تر ۱،۵ میلیونه زیات کم سنه نجوني او هلکان له اوکراین څخه تښتیدلي او گاونډیو هیوادونو ته یې پناه وړې ده، دا په داسي حال کي ده چي ډېر کسان لا په جگړه ځپلو سیمو کي په بیره او وحشت کي خپل ژوند تیروي.

شنایدر همدارنگه ویلي دي: «کلونه به وخت وغواړي تر څو د دغو کوچنیانو پر روح باندي دغه رامنځته سوي دردونه او زخمونه جوړ سي. هغوی د دغي جگړې اصلي ځوریدونکي دي.»

له روسیې څخه د نورو امریکايي دیپلوماتو ایستل

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چي روسیې، له مسکو څخه د نورو امریکايي دیپلوماتانو ایستل پیل کړي دي.

نوموړي وزارت ویلي دي چي تیره ورځ یې د هغو دیپلوماتو ليست ترلاسه کړی دی چي د خارجه وزارت له خوا د «نامطلوبو کسانو» په توگه ارزیابي سوي دي. دا چي په دغه ليست کي څومره کسان شاملیږي، د هغه د جزیاتو په هکله کوم څه نه دي خپاره سوي. په معمولي ډول دیپلوماټان د دغه ډول اعلامیې تر خپریدو وروسته ۷۲ ساعته  وخت لري چي هیواد پریږدي.

واشنگټن د روسیې دغه اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ مناسباتو په چوکاټ کي »بې گټي او بې بڼسټه« گام بللی او له مسکو څخه یې غوښتي چي د دغو دیپلوماټانو او د امریکا متحده ایالاتو د سفارت د کارکوونکو له «ناحقه ایستلو» څخه ډډه وکړي.

Ukraine Protest in Thailand
انځور: Varuth Pongsapipatt/SOPA/ZUMA/picture alliance

په امنیت شورا کي د روسیې د پریکړه لیک د طرحي ناکامي

په اوکراین کي د ملکي کسانو د ساتلو او بشري مرستو ته د لاس رسي په هکله د پریکړه لیک طرحي ته د ملگرو ملتونو په امنیت شوراکي کافي رايي ور نه کړل سوې.

دغه طرحه د روسیې له خوا وړاندي سوې وه او پکي په اوسني بحران کي د مسکو نقش ته اشاره نه وه سوې. پر روسیې سربیره یوازي چین نوموړي طرحي ته مثبته رایه ورکړې ده. د امنیت شورا نورو ۱۳ غړو هیوادونو، ممتنع رایه وکړې ده.

په امنیت شورا کي یوازي هغه پریکړه لیکونه تصویبیږي چي لږترلږه ۹ موافقې رایی یې گټلي وي. په عین حال کي پنځه غړي هیوادونه، امریکا، روسيه، فرانسه، بریتانیا او چین چي د ویتو حق لري، هغه باید ویتو نه کړي.

د گوگل نیوز محدودیت

په روسیه کي پر رسنیو باندي د څار ادارې، گوگل نیوز ته لاس رسی محدوده کړی دی. د روسیې د رسنیو د رپوټونو له مخي، په دې اړه د نوموړي ادارې پریکړه ددغه هیواد د لويي څارنوالۍ د غوښتني پر اساس رامنځته سوې ده.

په هغه اعلامیه کي چي ددغي پریکړې په درشل کي خپره سوې، راغلي دي چي »گوگل نیوز« ډیریو هغو خپاره سوو مطالبو او مقالو ته د لاس رسي زمینه برابره کړې ده چي د اوکراین په خاوره کي د روسیې د ځانگړو عملیاتو د بهیر په هکله غلط معلومات وړاندي کوي.

بریتانیا: اوکراین پر روسیې باندي خپل فشارونه زیاتوي

د بریتانیا د اطلاعاتي سازمان د ارزونو له مخي، اوکراین د کیف په شمال ختیځ کي د روسیې پر ځواکونو خپل فشارونه ډېر کړي دي. دغه بڼسټ په دې اړه پټو اطلاعاتو له مخي ویلي چي د روسیې ځواکونه، د اړتیا وړ خپلو موادو ته د لاس رسي په برخه کي له ستونزو سره مخامخ سوي او همدارنگه د هغوی روحیه ډېره کمزورې سوې ده.

لکه څنگه چي د بریتانیا اطلاعاتي سازمان اعلان کړی دی، د اوکراین د پوځ ځواکونو د روسیې د پوستو پرضد متقابل بریدونه ترسره کړي چي بریالي هم ول. ویل سوي دي چي د اوکراین ځواکونه په دې توانیدلي دي چي ماکاریف او موشون بیرته ونیسي.

GP/NZ/DW.Farsi