1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین د غلو تړون په هکله د روسیې اندېښنې

۱۴۰۱ شهریور ۱۹, شنبه

د روسیې ولسمشر غواړي چې د اوکراین د کرنیزو محصولاتو صادراتو ته د زمينې مساعدولو موافقې په هکله، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړي. پوتین غواړي د دې موافقې په هکله له اردوغان سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

https://p.dw.com/p/4GfEW
Russland Erdogan bei Putin in Sotschi
انځور: MURAT KULA/TURKISH PRESIDENTIAL/AFP

د روان ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د ترکیې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی و چې له مخې یې د تورې بحیرې له لارې د کرنیزو محصولاتو پر لیږد موافقه شوې وه. خو روسیه د دې تړون په هکله اندېښنې لري.

د روسیې حکومت په حواله د دې تړون له کبله د روسیې په صادراتو کې کمی رامنځته شوی دی. روسیې دا تور هم لګولی دی چې د اوکراین زراعتي محصولات د هغو هیوادونو پر ځای چې له ولږې سره مخامخ دي، اروپایي هیوادونو ته روان دي. خو اوکرایني چارواکو د روسیې دغه ادعاوې رد کړي دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ دغه تړون د روان میلادي کال په جولای کې د ملګرو ملتونو سازمان او ترکیې په منځګړتوب رامنځته شوی و.
د دې تړون له مخکې دری اوکرایني بندرونه د روسیې تر نظارت لاندې د ډیرو مهمو غله جاتو د لیږد له پاره انتخاب یا نومول شوي وو. د روسیې ولسمشر د امنیت شورا غونډې ته وویل: «موږ تر ټولو بی وزله هیوادونو ته د صادراتو زیاتولو په خاطر دا تړون لاسلیک کړی و.»

مسکو پر لویدیځو هیوادونو دا تور هم ولګاوه چې پر روسیې د بندیزونو په لګولو سره د روسیې صادراتو د مخنیوي هڅه کوي.
پوتین وویل چې د ملګرو ملتونو په وسیله د تخنیکي مسایلو د حلولو کوښښ کوي او روسیه چمتو ده چې د روان ۲۰۲۲م کال تر پایه پورې «۵۰ میلیونه ټنه یا تر دې هم ډیر روسي غله جات صادر کړي.»
روسي چارواکو د اروپايي اتحادیي پر هغې پریکړې هم نیوکه کړې ده چې له مخې یي د آسیا، افریقا او لاتینې امریکا هیوادونو بازارونو ته د روسي او متحد یي سپينې روسیې د سرې (کود) د صادراتو مخه نیول کیږي. دغو چارواکو ویلي دي چې له آسیایي، افریقایي او د لاتینې امریکا له هیوادونو سره تبعیضي چلند د منلو وړ نه دی.

ګوتريش د روسېې د سرې او د اوکراین د غَلې د عرضې له پاره د «خنډونو» د پای غوښتونکی شو
 
د کرملین ویاند دمتري پیسکوف خبریالانو ته وویل چې د غله جاتو د تړون پر ارتباط د اردوغان او پوتین ترمنځ لیدنه کتنه ممکنه او ضرورې ده. پیسکوف راتلونکې اونۍ په ازبکستان کې د سیمه ایزې سرمشريزې غونډې حوالې په ورکولو سره وویل چې مذاکرات ډیر ضروري دي او مونږ هیله لرو چې دغه خبرې اترې په سمرقند کې ترسره شي.

د دې تړون هدف څه دی؟
د جولای په ۲۲ نیټه کیف او مسکو د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب یو تړون لاسلیک کړی و، چې وروسته له هغې د اوکراین د غله جاتو د صادراتو په مخ کې پراته خنډونه لیري کړای شوي و. دا موافقه د دوو متخاصمو هیوادونو ترمنځ لومړنی تړون وو. له دې سره د غذایي امنیت مخ پر خرابیدونکی وضعیت ښه شوی و، خو اوس روسیه د دې موافقې په هکله یو څه انديښمنه ده.
 له اوکراین څخه په غلجاتو بار دوه نورې کښتۍ هم د ترکېې پر لور روانې شوې
 په ترکیه کې شوې دغې موافقې په اساس د روسیې د یرغل په نتیجه کې په اوکراین کې بند پاتې شوې له ۲۰ میلیونه ټنو تر ۲۵ میلیونه ټنه غله جاتو صادرات پيل شوي وو. همدارنګه د دې موافقې په اساس د روسیې پر ضد بندیزونو له کبله، په محدوده اندازه د روسي غله جاتو او سرې په صادراتو کې هم باید آسانتیا رامنځته شوې وای.

د دې تړون له مخې د اوکراین او ترکیې ترمنځ له تورې بحیري څخه د بُسفر تنګې په مسیر یو امن کوریدور رامنځته شوی دی. په دې تړون دا هم واضح شوې وو چې په دې سیمه کې پر کښتیو او بندرونو باید برید ونه شي. 
د اوکراین او روسيې ترمنځ دغه تړون د نړیوال غذایي امنیت یا خوراکي توکو د خوندیتوب له پاره خورا مهم و. په نړیوال بازار، په ځانګړي توګه آسیا او افریقا کې اوسمهال غله جاتو ته ډیره اړتیا موجوده ده.
ملګرو ملتونو په اوکراین کې د روسیې د جګړې په پایله کې د خوړو له شدید کمښت څخه خبرداری ورکړی. تر هغې وروسته دغه موافقه رامنځته شوې وه، خو اوس یو وار بیا دا موضوع د روسیې له خوا پورته شوې ده.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص