1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د ماريوپل د نيولو له پاره بريدونو ته ادامه ورکړې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

اوکرايني ځواکونه د ازوستل د فولادو پر کارخانې د روسیې له تازه بريدونو څخه خبر ورکوي. روسیې همدا راز په بالتېک کې صحنه سازي شوي اتومي تمرينونه هم ترسره کړي دي.

https://p.dw.com/p/4ArZJ
Ukraine Krieg Azovstal in Mariupol
انځور: Alexei Alexandrov/AP Photo/picture alliance

د اوکراين د پوځ په حواله د ماريوپل په بندري ښار کې د روسي ځواکونو له خوا د ازوستل فولادو پر فابريکه بريدونه دوام لري. د اوکرايني وسله والو ځواکونو له خوا د پنجشنبې پر سهار ويل شوي: «د هوايي ځواک په مرسته دښمن د فابريکې د ساحې نيولو له پاره نوي بريدونه کړي دي.»

د اوکراين دا مشهور بندري ښار اوس تقریباً په بشپړه توګه د روسیې په ولکه کې دی او روسیې د ازوستل د فولادو د فابريکې د نيولو له پاره عمليات ګړندي کړي دي. همدا يوازنی ځای دی چې د اوکرايني ځواکونو مقاومت پکې دوام لري خو دلته په ودانيو او تونلونو کې ډېرو ملکيانو هم پناه اخیستې ده.

په دې منځ کې رپوټ ورکړل شوی چې د روسیې د ولسمشر ولاديمپر پوتين، د دفتر د پوځ مرستيال مشر سرګې کیريينکو د اوکراين دې کلابند ښار ته سفر کړی دی.

روسیې تر دې مخه د پنجشنبې او ورپسې د دوو نورو ورځو له پاره د سهار له اتوو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې محدود اوربند اعلان کړی وو څو هغه ملکيان چې په فابريکه کې یې پناه اخیستې وه، خوندي ځايونو ته ولاړ شي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي چې هلته اوس هم ملکيان چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ايسار دي. هغه وويل کيف د دغه کسانو د  راايستلو له پاره په مذاکراتو بوخت دی خو د تونلو څخه د دغه خلکو د راايستلو له پاره ابرازو ته هم اړتيا ده.

اوکرايني چارواکي وايي چې کابو ۲۰۰ ملکيان او همدا راز جنګيالي اوس هم هلته ايسار دي.

د روسیې بريدونه چټک شوي

روسیې د ختيځ په ګډون د اوکراين په لوېديځ کې هم هوايي بریدونه چټک کړي دي او د معلوماتو په حواله یې د پوځي وسایلو هغه کاروانونه هم په نخښه کړي دي چې د لوېديځ هېوادونو له اوکراين سره د مرستې په موخه ليږدولي ول.

د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون وايي چې روسیې په لوېديځو سیمو کې مهمې زيربناوې په نخښه کړي دي. ځیني پوځي شنونکي وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به ماريوپول ښار په بشپړه توګه د روسيې لاسونو ته ولويږي.

«په لوهانسک کې د پنځوو ملکيانو وژل کیدل»

د اوکراين د لوهانسک سيمې والي د پنجشنبې په ورځ وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه سيمه کې د روسیې د درنو وسلو د ډزو له کبله پنځه ملکیان وژل شوي.

هغه زياته کړې ده چې دغه بريدونه د سوير دونیڅک او پوپانسا، هیرسکه او لاېشانسک په شا او خوا کې شوي دي.   

Ukraine | Eindrücke aus Mariupol
انځور: Alexei Alexandrov/AP/picture alliance

جاپان: سملاسي د روسيې پر تېلو د بندیز تعقيب ستونزمن دی

په عین وخت کې پر روسیې باندې د بندیزونو د سختولو په هکله بحثونه هم ادامه لري. جاپان ويلي چې دوی به په سملاسي توګه د اروپايي اتحادیې د هغه کړنلارې په تعقيبولو کې «ستونزې» ولري چې د روسیې د تیلو د بشپړ بندیز له پاره یې په نظر کې لري. د جاپان د اقتصاد، تجارت او صنعت وزير کوېچي هاګيودا، د پنجشنبې په ورځ رسنيو ته وويل: «د جاپان د محدودو زيرمو له کبله به موږ ښايي د سملاسي اقدام په کولو کې يو څه ستونزه ولرو.»

نوموړي دا څرګندونو واشنګټن ته د يوه سفر پر مهال او تر هغه وروسته وکړې چې اروپايي ټولنې د روسیې پر ضد د تر اوسه تر ټولو سخت بندیزونو د لګولو وړاندیز کړی دی چې په هغه کې پر خامو تېلو مهم بندیز هم شامل دی.

آلمان ته تر دې دمه تر ۶۰۰ زور ډېر اوکراينيان رسېدلي

د آلمان د کډوالۍ او مهاجرت فدرالي ادارې ويلي چې د فبرورۍ پر ۲۴مه نيټه پر اوکراين د روسیې د يرغل له پېل راهيسې تر اوسه تر ۶۰۰ زرو ډېر اوکرايني وګړي آلمان ته رسېدلي دي.

زياته شوې چې له دې اوکرایني مهاجرو  څخه یې څه نا څه ۴۰ سلنه هغه دي چې لا قانوني سن ته نه دي رسېدلي.

دا روښانه نه ده چې له دغو کسانو څخه یې څومره راجستر شوي، بيرته ستانه شوي او يا هم د معلوماتو د ورکړې پرته نورو هېوادونو ته تللي دی.

روسیې صحنه سازي شوي اتومي تمرينونه کړي

د بالتېک په هغه برخه کې چې د روسیې ملکيت ده او کاليننګراد نوميږي، روسي پوځونو د اتومي وسلو ليږدولو وړتيا لرونکو توغنديو تمرينونه کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې ځواکونو یې د دښمن د توغنديو پر سیستمونو، هوايي اډو، خوندي زيربناوو، پوځي تجهیزاتو او د يوه فرضي دښمن د قوماندې پر پوستو يو يا ډېر بريدونه ترسره کړي دي. 

ب. ص/ س. ر (AFP, AP, dpa, Reuters)