1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين ځواکونو په جنوب کې ښايي ډېر پرمختګ کړی وي

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د رپوټونو په حواله د اوکراين پوځ په جنوب کې د دنيپير سيند په لويديځ کې ښايي ډېر پرمختګ کړی وي. دا خبرونه په داسې حال کې ورکول کيږي چې حکومتي ځواکونو څو ورځې تر مخه د هېواد په ختيځ کې هم ستر پرمختګونه کړي ول.

https://p.dw.com/p/4HjBl
Ukraine-Krieg | Kämpfe in der Region Cherson
د ډنیپر په لویدیځه غاړه کې د زیات ځمکنې تونل ایستل د روسیې لپاره د اکمالاتو ستونزې سختویانځور: GENYA SAVILOV/AFP/Getty Images

د اوکراین سرتیرو د دوشنبې په ورځ وویل چې د خیرسون ښار ته څيرمه د ډنیپیر سیند په لویدیځه غاړه کې یې ځینې ښارونه بیرته نیولي دي.

د روسیې ځواکونو هغه سيمه له لاسه ورکړې ده چې ادعا یې کوله چې له خپلې دويمې سترې جبهې سره الحاق کړې ده. دا خبر تر هغه څو ورځې وروسته په ډاګه کيږي چې اوکرايني ځواکونو د ليمن مهم لوژيستکي مرکز ونیوه. 
 د روسیې پارلمان د اوکراين د څلورو سيمو الحاق تصويب کړ
تر اوسه څه پېښ شوي؟

په داسې حال کې چې له کیف څخه د پرمختګ په اړه رسمي تصديق ترلاسه سوی، روسي سرچینو هم ومنله چې د اوکراین ځواکونو د خپلو  ټانګونو په واسطه د سیند په لویدیځه غاړه کې په لسګونه کیلومتره سیمه  تر خپلې ولکي لاندي  کړي. دا هم ويل شوي چې هلته د لاري په اوږدو کې څو کلی هم بیرته ونیول سول.

 

Ukraine Lyman
اوکراینی سرتیری په لیمان کې د سیمې له نیولو وروسته یوځاې تصویرته ولاړ دې. انځور: Oleksiy Biloshytskyi via REUTERS

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایغور کوناشنکوف وویل چې د زولوتا بالکا او الیکسو ندرو فکا په لاره کې د ټانګ د غوره واحدونو په لرلو سره، دښمن زموږ د دفاع ژورو ته د نفوذ په حال کې دي. 
خو هغه زياته چې روسي ځواکونه له مخکې چمتو سوې دفاعی کرښه اشغالوي او د اوکراین ځواکونو ویجاړولو ته دوام ورکړي دې.

جرمني اوکراین ته د نورو وسلو د ورکولو ډاډ ورکړ

په خیرسون ولایت کې د روسیې  ځواکونو یوه مشر ولادیمیر سالدو د روسیې دولتي تلویزیون ته وویل: «دا خبرونه لږ شديد دي، راځئ چې داسې ووایو چې هو په اصل کې يو څه پرمختګونه سوي دي.»

ده زیاته کړه چې دلته داسې ښارونه سته چې د اوکراینې ځواکونو لخوا نیول سوی او ښه راغلاست ورته ویل سوی دا د دوچینې په نوم یوځاې دې چې د ډنیپر سیند په اوږدو کې پروت دې.