1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ او پوتين د اوکراين د سولې پر مذاکراتو غږيدلي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۳, جمعه

د آلمان صدراعظم څو اوونۍ وروسته د روسیې له ولسمشر سره د اوکراین د جګړې په هکله خبرې کړي. په دې منځ کې اروپايي ټولنې ويلي چې اوکراين سره به په پوځي برخه کې د ۵۰۰ ميليونه يورو نوره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4BGcx
Ukraine | Soldaten der Ukraine in Donetsk
انځور: picture alliance/Vadim Ghirda/AP Photo

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د روسیې جمهوررئيس ولاديمير پوتين د جمعې په ورځ د تليفوني تماس له لارې د اوکراين د سولې د مذاکراتو په اړه چې هیڅ پرمختګ پکې نه سترګو کیږي، غږيدلي دي. دا خبر د دواړو هيوادونو حکومتونو تائيد کړی دی.

د رپوټونو په حواله پوتين د آلمان صدراعظم ته ويلي چې پر شخړه د سولې خبرې اترې «په اصل کې د اوکراين د حکومت له اړخه بندې دي.» د کريملن له خوا د جاري کړل شوې اعلامیې په حواله پوتين شولڅ ته دا هم ويلي چې مسکو په اوکراین کې «د نازي ايديالوژۍ» پر ضد جګړه کوي.

شولڅ هم د تويتر له لارې تائيد کړې چې له پوتین سره یې خبرې کړي دي او ویې وويل چې پر پوتين یې د اوربند د رامنځته کولو ټينګار کړی دی. نوموړي پر دې هم ټينګار وکړ چې د روسیې د مشر دا ادعاوې چې په اوکراين کې نازيان پر قدرت دي «ناسمې» دي.

د آلمان صدراعظم زیاته کړې: «ما هغه [پوتین] په نړۍ کې د خوړو عرضه کولو د وضعيت په اړه د روسیې پر مسئوليت هم خبر کړ.

د آلمان حکومت د يوې اعلامیې په حواله دې تليفوني خبرو اترو ۷۵ دقيقې دوام وکړ. د اوربند پر ژر تر ژره عملي کولو سربیره شولڅ پر پوتين په سملاسي توګه «د بشري حقونو د وضعيت د ښه کولو او شخړې د يوه ديپلوماتيک حل له پاره د لټون غږ هم وکړ.»

Deutschland Bundeskanzler Olaf Scholz beim Besuch des argentinischen Präsidenten Fernandez in Berlin
د المان صدراعظم اولاف شولڅانځور: Abdulhamid Hosbas/AA/picture alliance

شولڅ پر اوکراين د روسیې له يرغل راهیسې په څو ځلي له پوتین سره تلیفوني خبرې کړي دي او د آلمان خبري آژانس په حواله نوموړی غواړي چې دې لړۍ ته ادامه ورکړي او نورو تماسونو نیولو خبره یې هم کړې ده.

بريتانيا پر روسي اشخاصو بندیزونه اعلان کړي

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرې لیز تروس په لندن کې وويل چې حکومت یې پوتين ته پر نزدې شبکې چې د نوموړي پخوانې ميرمنې، احتمالي د ژوند ملګرې او د کورنۍ نور غړي شامل دي، بندیزونه وضع کوي.

تروس د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل: «موږ د هغې مبهمې شبکې د بربنډولو او د په نخښه کولو په حال کې يو چې د پوتين د ژوند لوکس سبک حمایه کوي او په دغه داخلي کړۍ کې فساد ته وده ورکوي.»

هغې زياته کړه: «موږ به پر هغو ټولو کسانو بندیزونو ته دوام ورکړو چې د پوتین له تیري سره مرسته کوي څو اوکراين بريالی شي.»

په دې کسانو کې چې بريتانيا پرې بندیزونه لګولي دي د پوتین پخوانۍ میرمنې لودمیلا اوکیرتنايا او الينا کابايوا او د المپيک يوه پخوانۍ لوبغاړې شامله ده چې د بريتانیا د حکومت په حواله «ښايي له پوتین سره نزدې اړيکي لري.»

په اوکراين کې د جنګي جرم په تور د لومړي روسي عسکر محاکمه

يو روسی عسکر به د يوه ۶۲ کلن سړي چې وسله یې نه لرله، د وژلو په تور د کيف په یوه محکمه کې حاضر شي. اوکرايني څارنوالانو ويلي چې دغه ۲۱ کلن روسي عسکر د اوکراين د شمال په يوه کلي کې د موټر له پرانيستې ښيښې څخه دغه سړی پر سر په مرمۍ ويشتلی وو.

دا محاکمه د فیبرورۍ پر ۲۴ مه نیټه پر اوکراين د روسیې له يرغل راهيسې د روسیې د پوځ د یوه غړي لومړۍ محاکمه ده.  د اوکراينۍ څارنوالې ارينا وينتدکووا دفتر د تر ۱۰۷۰۰ بالقوه جنګي جرمونو قضيو څېړنه کوي چې تر ۶۰۰ ډېر شکمن پکې ښکيل دي.

Russland | Militärparade am 9. Mai in Moskau
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتينانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د می میاشتې پر ۴مه نېټه د اوکراين امنيتي خدمات «اس بي یو» د همدې روسي عسکر يوه ويديو نشر کړې وه چې د کمرې مخې ته جزيات وړاندې کوي چې څرنګه یې دغه سړی ويشتلی وو.

پر اوکراين هم د بشري حقونو د فعالينو له خوا له دې کبله نیوکې شوي چې د جنګي بندیانو د عکسونو او ويديوګانو په خپرولو سره يې د ژنيو له کنواسيون څخه سرغړونه کړي.

اروپايي اتحاديه له اوکراين سره نوره پوځی مرسته کوي

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مسئول جوسپ بورېل ويلي چې له اوکراين سره به پوځي مرسته نوره هم لوړه کړې او دغه هيواد ته به ۵۰۰ میلیونه يورو اضافي مرسته هم ورکړل شي.

بورېل دا اعلان د اووه مخکښه صنعتي هېوادونو «جي ۷» د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې وکړ چې په آلمان کې جوړه شوې وه.

نوموړي په دې ترڅ کې وويل: «د پوځي مرستې په برخه کې يو نوی تحرک. [دا به] پر روسیې د اقتصادي بندیزونو، په نړۍ کې د منزوي کیدو او له درواغو سره د مبارزې په برخه کې د نور فشار په معنا وي.»

د بورېل په حواله به د دې تازه مرستې سره د اوکراين له پوځ سره د اروپايي اتحادیې د مرستې بسته ۲ میليارده يورو ته لوړه شي. د اروپايي اتحادیې دغه لوړپوړي چارواکي وويل خوشبين دی چې د روسیې د تیلو پر وارداتو به هم هوکړه په نزدې راتلونکي کې وشي.

هغه وويل: «زه ډاډه يم چې موږ به يوې هوکړې ته ورسيږو. موږ دې ته اړتیا او موږ به يې [دغه بندیز] ولرو. ځکه موږ بايد د روسیې پر تېلو له انحصار څخه خلاص شو.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP, dpa)