1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین جګړې جرمني او امریکا سره نيږدې کړي

۱۴۰۱ خرداد ۲۸, شنبه

د اوکراین تر جګړې وروسته د امریکا او جرمني په اړیکو کې ډیر ښه والی لیدل کیږي او نور لویدیځ متحدین یې لا زیات سره نیږدې کړي دي. پر روسیې د بندیزونو د ډیروالي په ځواب کې پوتین ویلي چې بندیزونه د مسکو مخه نه شي نیولی.

https://p.dw.com/p/4CtGn
Die Staats- und Regierungschefs der Europäischen Union treffen sich inmitten der russischen Invasion in der Ukraine in Brüssel
انځور: Wolfgang Rattay/REUTERS

پر اوکراین د روسیې پوځي تیري لویدیځ ائتلاف ته نوی لوری ورکړی دی. دې جګړې که له یوې خوا ډیر شمیر لویدیځ هیوادونه متحد کړي دي، له بلې خوا د روسیې خطر د امریکا او جرمني ترمنځ پيچلو اړیکو ته نوی روح وربخښلی دی.

انتقاد کوونکي وایي چې د روسیې له پلوه احتمالي ګواښونه، مشترکې ګټې او ګډ جیوپولیټیک نظر به د امریکا او اروپا ترمنځ د اړیکو په لا زیات نیږدې کولو کې مثبت رول ولوبوي.

په ځانګړي توګه د امریکا او جرمني اړیکي وروسته له دوو لسیزو څخه خپل تر ټولو بهترین حالت ته رسیدلي دي. د عراق د جګړې، د جاسوسۍ افتضاح او د امریکا د پخواني ولسمشر له امله د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی او په برلین کې د امریکایي اکاډمۍ مشر دانیل بنیمین وایي چې د اوکراین د جګړې له امله د لویدیځ په اتلانتیک تړون کې یو نوی اتحاد لیدل کیږي او په دې وضعیت کې د امریکا او آلمان په اړیکو کې ښه والی کومه استثنایي خبره نه ده.

بنیمین ډي ډبلیو ته وویل چې د امریکا د نوي حکومت هڅه دا وه چې له خپل پخواني متحد هیواد آلمان سره خپلې اړیکې عادي حالت ته را وګرځوي او په دې کار کې پر اوکراین د روسیې برید مرسته وکړه.

ګډ هدف او د روسیې د تیري مخالفت

د لویدیځ ائتلاف یو ګډ هدف د روسیې د تیري غندل هم دي. امریکایي چارواکي هغه وخت ډیر خوشحاله شوي و چې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د نارت سټریم په نامه له روسیې څخه آلمان ته د ګازو د انتقال نل لیکې د پروژې بندولو اعلان کړی و.

د دې پروژې په مرسته آلمان غوښتل له روسیې څخه ګاز ؤپيري او د امریکا ولسمشر جو بایډن دا «د اروپا له پاره یوه بده معامله» بللې وه.

اوس د آلمان حکومت وایي چې د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې د فشار زیاتولو په خاطر د ګازو د پايپ لاین دغه پروژه ختموي او د خپل هیواد د اړتیا وړ ګاز به له امریکا څخه واردوي.

په همدې منځ کې لویدیځ ائتلاف د روسيې له پياوړي پوځ سره د مقابلې په خاطر اوکراین ته پرمختللي وسلې او نظامي تجهیزات هم په اختیار کې ورکوي.

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت

د سروې پایلې

د یوې سروې له مخې په هرو لسو کې ۶ امریکایان او آلمانان په دې نظر دي چې د شولڅ او جو بایډن له امله د امریکا او آلمان اړیکې ښې شوي دي. د اتلانتیک بروک د غیر دولتي موسسې له خوا په ترسره شوې سروې کې ۷۱ سلنه امریکایانو او ۸۱ سلنه المانیانو هم ویلي چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید د حکومتونو پر ځای د دولتونو په کچه پیاوړې شي.

د سروې ګډون کوونکو په حواله دا د خوښۍ خبره ده چې شولڅ او بایډن د دواړو هیوادونو ترمنځ د نیږدې کیدو سبب شوي دي، خو د هیوادونو ترمنځ ښه مناسبات باید د اشخاصو پورې منحصر پاتې نه شي.

په آنلاین بڼه ترسره شوې سروې څخه دا هم معلومه شوې ده چې د اوکراین د جګړې له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ یو پر بل اعتماد هم زیات شوی دی.

پوتین: بندیزونه د حل لاره نه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د لویدیځو هیوادونو اتحاد او پر روسیې بندیزونه یي ورته بی تفاوته دي. هغه په سینټ پیټرز برګ کې یوه اقتصادي فورم ته د وینا پر مهال پر پانګوالو ټينګار وکړ چې په روسیه کې دې پانګونه وکړي.

پوتین پر اوکراین د برید په دفاع کولو سره وویل چې له داسې یوه هیواد سره د اقتصادي همکارۍ د پراخولو غوښتونکی دی چې له دوی سره همکارۍ ته لیوالتیا لري.

ولادیمیر پوتین «سینټ پیټرز برګ انټرنیشنل اکنامک فورم» ته په وینا کې زیاته کړه چې په موجوده وضعیت کې مخ پر ډیریدونکو خطرونو او ګواښونو له امله مسکو مجبور شو چې په اوکراین کې خاص پوځي عملیات ترسره کړي.

هغه وویل چې دا یوه ستونزمنه پریکړه وه، خو ضروري وه. د روسیې ولسمشر په تکراري ډول وویل چې د دغو پوځي عملیاتو اصلي هدف په دونباس سیمه کې په روسي ژبه د خبرې کوونکو وګړو حفاظت او ساتنه وه.

Glucroft, William: sn.kh