1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين وايي روسیه په ختيځ کې تازه بريدونو ته چمتووالی نيسي

۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

اوکرايني چارواکو په ختيځو سيمو لکه خارکيف او لوهانسک کې د روسیې د نورو بريدونو په اړه انديښنه ښوولې ده. دا په داسې حال کې ده چې سپينې ماڼۍ خبرداری ورکړی دی چې د جګړې بل پړاو ښايي «مياشتې او يا تر دې هم ډېر» دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/49U5V
Ukraine Luhansk Separatisten Panzer Rückzug 2015
انځور: Alexander Ermochenko/epa/picture alliance

د اوکرايني چارواکو په حواله روسي ځواکونه په ختيځ کې پر پراته ښار لوهانسک باندې د بريد چمتووالی نيسي څو د ختيځ پر لور د پرمختګ ترڅنګ په دونباس سيمه کې له خپلو نورو ځواکونو سره تماس ټینګ کړای شي او ورسره وصل شي.

د اوکراين د دفاع وزارت وياند اوليکزندر موتوزيانيک، وايي چې سيورودونڅک ته د رسېدو په موخه روسیه د لوهانسک په روبينز او پوپاسنا سيمو دوامداره بريدونه ترسره کوي.

په ۲۰۱۴م کال کې روسي پلوه بيلتون غوښتونکو د لوهانسک سيمه نيولی وه چې تر هغه وروسته سيورودونيڅک ښار د دې سيمې پر اداري مرکز بدل شوی وو.

په دې منځ کې د لوهانسک والي سرګې ګایدي پر سيمه د روسیې د ممکنه بريد له وجې پر ډله ایزې تخليې ټینګار کړی دی. نوموړي وويل: «موږ پوهيږو چې هغوی په لويه کچه د يوه ستر پرمختګ له پاره چمتووالی نيسي.»

دا هم په داسې حال کې چې يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي ويلي چې د اوکراين د ختیځ او جنوب د يو شمير سيمو د نيولو له پاره روسیه د خپلو پوځونو «له سره ځای پر ځای» کولو باندې بوخته ده.

د امريکا متحده ایالاتو د ملي امنيت سلاکار جېک سوليوان په دې هکله وويل: «روسیه په ختيځ او جنوب کې د تهاجمي عملياتو له پاره د خپلو پوځونو له نوي سره ځای پر ځای کولو تمرکز کوي.» نوموړي زیاته کړې چې «روسیې د ټول اوکراين د نيولو هڅه وکړه خو ناکامه شوه. اوس به دغه هېواد د ځينو سيمو د کنترولو هڅه وکړي.»

جېک سوليوان زياته کړې چې د روسي عسکرو له بیا ځای پر ځای کولو سره به جګړه يوه نوي پړاو ته داخله شي چې دغه پړاو ښايي مياشتې يا تر دې هم زيات دوام پيدا کړي.

زيلنسکي: له روسیې سره خبرې ننګوونکې خو اړيني دي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي چې له روسيې سره د نورو مذاکراتو ترسره کول به له چيلنجونو ډک وي خو په خبره یې بله لاره شتون نه لري.

د اوکراين د تلویزيون له لارې د خبرو پر ترڅ کې نوموړي زياته کړه چې د پوتین سره د ده مخامخ خبرې شوني نه بريښي.  هغه زياته کړه چې په بوچا کې وژنو وښووله چې له «نازيانو څخه د پاکولو» کليمه چې پوتين پر اوکراين د يرغل د توجیه کولو له پاره کارولې وه، له اوکراين څخه زياته پر روسيه صدق کوي. هغه وويل چې هېواد به یې د سولې د هر ډول هوکړې په ترڅ کې امنيتي تضمينونو ته اړتيا ولري.

Russland Putin
انځور: Mikhail Klimentyev/Sputnik Kremlin/AP Photo/picture alliance

زيلنسکي زیاته کړه چې اوکراين او روسيه به په يو وار د دونباس په اړه پر ټولو ټکو سره يو نه شي خو پر دې بايد کار وشي.

روسیې يو ځل بيا په بوچا کې پر ملکيانو ظلم رد کړی

د روسیې د پارلمان وياند ويلي چې  سربیره پر دې چې لویدیځ هیوادونو د خپلو ادعاو له پاره هيڅ شواهد نه لري، لویدیځ په بوچا کې د ملکيانو وژنه صحنه سازي کړې ده څو روسيه «بدنامه» کړي.

د دوما يا د روسیې د پارلمان وياند وېچستلاو وولودين زیاته کړې: «په بوچا کې رامنځته شوی حالت پارونه ده... واشنګټن او بروکسل د دې ډرامې ليکوالان او پروډیوسران او کيف [د کيف چارواکي] یې ممثلان دي. هغه زياته کړه: «دغه څه هيڅ حقیقت نه لري بلکې يوازې درواغ دي.»

د يکشنبې په ورځ اوکرايني عسکرو، د ستېلايت انځورونو، ژورناليستان او ملکيانو له بوچا ښار څخه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه ښارګوټي کې د بې ګناه ملکيانو د وژلو شواهد وړاندې کړل.

په خپرو شويو عکسونو کې ليدل کيږي چې سړکونه د انسانانو په جسدونو ډک وو. نور انځورونه بيا ښيي چې لاس تړلي خلک په مرميو ويشتل شوي دي او يو ډله ایز قبر هم موندل شوی وو.

امنيت شورا ته د زيلنسکي وينا

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي چې نوموړی به نن، سه شنبه (د ۲۰۲۲م کال د اپریل پر ۵مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وينا وکړي. هغه وويل چې په اوکراين کې د ملکيانو د وژل کیدو په اړه بايد هر اړخیزې څېړنې ترسره شي.

زيلنسکي زياته کړه: «زه پر دې ټينګار کول غواړم چې موږ ټول بشپړو او داسې شفافو څيړنو ته ليوال يو چې په پایلو یې نړيواله ټولنه خبره شي او موږ یې په نړيواله کچه تشريح کړو.»

د اوکراين په جګړه کې تر اوسه ۱۸ خبریالان وژل شوي

د اوکراين د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ويل شوي چې پر اوکراين د روسیې تر يرغل يعنې د روان کال د فبرورۍ له ۲۴ نيټې راهيسې تر اوسه ۱۸ ژورناليستان وژل شوي دي. د تلیګرام له لارې په جاري کړل شوې یوه اعلاميه کې د د اوکراین د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ويل شوي چې په وژل شويو کې ۱۵ نارينه او درې ښځینه خبریالان شامل دي. 

زياته شوې چې ۱۳ نور ژورناليستان ټپيان شوي، اته تښتول شوي يا زندانيان شوي او درې نور تر اوسه پورې لادرکه دي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters, dpa)