1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا او ازبیکستان د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا خبرې افغانستان کې ټیکاو او د ترهګری پر ضد په مبارزې ورټولې وې.

https://p.dw.com/p/4RbYC
افغانستان، کابل | طالب وسله وال او د خلکو ورځنی ژوند
افغانستان، کابل | طالب وسله وال او د خلکو ورځنی ژوندانځور: Bernat Armangue/AP Photo/picture alliance

له کله نه چې طالبان دویم ځلي واک ته رسېدلي، روسيه او د منځنۍ آسیا هېوادونه وخت نا وخت اندېښنه ښيي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای اوړي.

اوس تازه بریتانیا او ازبیکستان افغانستان کې د ترهګری سره د مبارزې پر لارو چارو غږېدلي دي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې افغانستان لپاره د هغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارغاشوف د بریتانیا د لومړي وزیر ځانګړي استازي طارق احمد سره خبرې کړي. ويل شوي چې «بریتانیا د ترهګرۍ سره د مبارزې او افغانستان کې د ثبات برخو کې د تاشکند په رغنده رول ټینګار کوي.»

په همدې حال کې تاجکستان هم افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دی.

په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازي د افغانستان اوسنی وضعیت سیمي او ان نړۍ ته جدي ګواښ بللی دی.

اړوند مطالب:مسکو کې د افغانستان په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان غونډه

هاخوا چین ویلي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د افغانستان په سوله او بیارغاونه کې همغږي ولري.

د دغه هېواد ولسمشر شي جین پېنګ د جمعې په ورځ د مرکزي آسیا هېوادونو په غونډه کې ویلي چې د قانون او خوندېتوب لپاره باید د منځنۍ اسیا هېوادونو په وړتیاوو کار، هلته زېربنايي پروژې پیل او عصري ودې ته لاره هواره وشي.